پاکستان: له نړۍوالې ټولنې مو غوښتي، چې په افغانستان کې د «ترهګرو» پټنځایونه له منځه یوسي

۱۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې په دوامداره توګه یې خپلې اندېښنې له افغان طالبانو سره شریکې کړې او په دې تړاو یې خپل دریځ وړاندې کړی.

هغه ویلي، چې له نړۍوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په خاوره کې د «ترهګرو» خوندي پټنځایونه له منځه یوسي.

شفقت علي خان نن پنجشنبه (د کب ۳۰مه) د یوې خبري ناستې پرمهال دغه څرګندونې کړې دي.
هغه په دې تړاو د طالبانو د سفیر د احضارېدو پوښتنې په ځواب کې وویل، د ډیپلومات احضارول یوه عادي خبره ده.
نوموړي دغه راز د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو په اړه وویل، چې (د مارچ ۳۱مه) د افغان کډوالو لپاره وروستۍ نېټه ده او پر خپل ځای ده.

د نوموړي په خبره، د کډوالو د اېستلو په نېټه کې کوم بدلون نه دی راغلی.
هغه وړاندې د تورخم په اړه وویل، چې د تورخم دروازه پرون پرانيستل شوه او سر له جمعې ورځې به پلي مساپرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
شفقت علي خان زیاته کړې، چې د تورخم دروازه به (د اپرېل تر ۱۵مې) پورې خلاصه وي او د ستونزې دايمي حل به وموندل شي.
هغه وایي، د سرحدي پوستو د جوړولو بندېدل د پاکستان اصلي غوښتنه وه، چې ومنل شوه.

ظاهرآ داسې ښکاري چې طالبان او پاکستان اوس یو د بل غوښتنو او اندیښنو ته پام نه کوي او وخت ناوخت د دوی تر منځ اړیکې ترینګلې او اوس ډیرې خرابې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو