د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي، ترهګر هڅه کوي چې ملت ووېشي، خو دوی به د ترهګرو عناصر په هره بیه مات کړي.
د نوموړي په وینا: «وضعیت روښانه دی، ریاست به پاتې کېږي او موږ به د ترهګرۍ پر ضد جګړه ګټو.»
زرداري د چهارشنبې په ورځ د یو ورځېني سفر لپاره کویټې ته ورسېد او هلته یې د امن او ثبات د وضعیت پر سر د یوې مهمې غونډې مشري وکړه.
نوموړي په دغه سفر کې د بلوچستان د پارلماني ګوندونو له غړو سره هم لیدلي دي.
په کویټه کې د زرداري په مشرۍ د امنيتي وضعيت په اړه مهمه غونډه وشوه، چې د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم په کې ګډون وکړ.
په غونډه کې د بلوچستان وزیر اعلیٰ سرفراز بګټي ګډونوالو ته ځانګړې معلومات ورکړ.
زرداري وویل: “موږ به د ترهګرو عناصرو ته په هره بیه ماته ورکوو. ترهګر هڅه کوي چې ملت تقسیم کړي، خو وضعیت روښانه دی، ریاست به پاتې کېږي او موږ به د ترهګرۍ پر ضد جګړه ګټو.”
علي زرداري زیاته کړه: «د ترهګرۍ ضد څانګې ته به پرمختللې وسلې چمتو کړو. بلوچستان زموږ زړه ته نږدې دی، موږ د دې ولایت پرمختګ او دوامداره سوله غواړو.»
هغه دا هم وویل، چې دی غواړي د بلوچستان هر ماشوم په ښوونځي کې وویني او د عصري ټېکنالوژۍ سره د ماشومانو اشنا کول د وخت اړتیا ده.
د بلوچستان د پارلماني ګوندونو غړو سره په لیدنه کې زرداري وویل: “زموږ اقدامات به د بلوچستان په تاریخ کې د سرو زرو په تورو ولیکل شي.”
تر دې مخکې، په پاکستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د بلوچستان په یوه اورګاډي کې د یرغمل نیولو له پېښې وروسته، پاکستاني چارواکو د جرمني خبري اژانس ډي پي اې ته وویل، چې پاکستان په پام کې لري، څو په افغانستان کې د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي.
د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي دغه خبري اژانس ته وویل: "موږ به جګړه د هغو کسانو دروازې ته یوسو چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي تر شا دي."
پاکستاني چارواکو په وار - وار ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د پاکستان وسله والو مخالفینو ته پناه ورکړې او دوی له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه کوي.
طالبانو بیا تل د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.
تېره ورځ د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د ترهګرو موجودیت ته په اشارې سره وویل: «ترهګر چې هر هېواد کې وي او د پاکستان امنیت ګواښي، ورپسې ورځو.» خواجه اصف له پاکستاني رسنۍ جیونیوز سره په مرکه کې وویل، چې طالبان د ټي ټي پي وسله والې ډلې ملاتړ کوي.