علي امین ګنډاپور: په پښتونخوا ایالت کې د ترهګرۍ په ضد عملیاتو ته اجازه نه ورکوم

AP ۱۴۰۳ کب ۳۰

د پښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین ګنډاپور په یوه بیان کې په دغه صوبه کې د عملیاتو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې په هیڅ حالت کې به پښتونخوا کې د عملیاتو اجازه ورنه کړي.

خو بیا ښاغلی ګنډاپور د خپلې وینا په بله برخه کې وايي، چې څومره ډېر «ترهګر» چې وژل کېږي، هومره ډېر نور له افغانستانه راځي.

پاکستان تل ادعا کړې ده، چې وسله‌وال د افغانستان له خاورې پر ډیورنډ کرښه پاکستان ته اوړي او بیا په دغه هېواد کې لوی، لوی بریدونه کوي.

د پاکستان حکومت وایي، چې طالبانو وسله‌والو ډلو ته په خپله خاوره کې پټنځایونه او روزنیز مرکزونه ورکړي دي.

خو دا هغه اداعاوې دي، چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي.

علي امین ګنډاپور وړاندې په دغه بیان کې ویلي: «د اټکل له مخې، شاوخوا ۹۵۰۰ څخه تر ۱۱۵۰۰ پورې وسله‌وال زموږ سیمې ته راغلي دي؛ په داسې حال کې چې په ډیورنډ کرښه او نور شاوخوا سیمو کې بیا ۲۲۵۰۰ وسله‌وال حضور لري. که خلک زموږ سره وي او نیتونه مو روښانه وي، موږ به ورسره مبارزه وکړو.»
د پښتونخوا سر وزیر په نېوکې سره وایي، چې د ملي امنیت کمېټې غونډه د کیفیت له اړخه کمه او د پریزنټیشنونو په برخه کې غښتلې وه.
د هغه په وینا، که ترهګري د پریزنټیشنونو او اعلامیو له لارې ختمېده؛ نو دا کار به تر اوسه پورې شوی وای.
هغه زیاته کړې، چې د ملي امنیت کمیټې په غونډه کې د تحریک انصاف د بنسټ اېښودونکي په اړه هیڅ بحث نه دی شوی او د حالاتو د سمون لپاره باید عمران خان خوشې شي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و، چې پاکستان د پرځېدو له ګواښ سره مخ دی او د سقوط د مخنیوي لپاره باید عمران خان بېرته له بنده خوشې شي.

نور خبرونه

رادیو