په پاکستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د بلوچستان په یوه اورګاډي کې د یرغمل نیولو له وروستۍ پېښې وروسته، پاکستاني چارواکو د جرمني خبري اژانس ډي پي اې ته وویل، چې پاکستان په پام کې لري څو په افغانستان کې د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي.
د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي دغه خبري اژانس ته وویل: "موږ به جګړه د هغو کسانو دروازې ته یوسو چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي تر شا دي."
پاکستاني چارواکو په وار - وار ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د پاکستان وسله والو مخالفینو ته پناه ورکړې او دوی له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه کوي.
طالبانو بیا تل د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.
په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له خوا په یوه اورګاډي کې د مرګوني برید او د یرغمل نیولو له پېښې وروسته، پاکستاني چارواکو د سې شنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د پارلماني امنیتي کمیټې غونډه وکړه.
د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي په غونډه کې د جرمني خبري اژانس ته وویل: "موږ به جګړه د هغو کسانو دروازې ته یوسو چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي تر شا دي."
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د جعفر اېکسپرېس په اورګاډي برید په افغانستان کې د دغې ډلې مشرانو له خوا پلان شوی و، افغان طالبانو دا ادعا رد کړه.
یو بل پاکستاني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: "موږ به له بې پیلوټه الوتکو، جنګي الوتکو او هر هغه بل وړتیا څخه کار واخلو چې موږ یې لرو."
دواړو چارواکو وویل، چې پاکستان پلان لري څو په افغانستان کې د بېلتون غوښتونکو بلوڅ ازادۍ پوځ ډلې وسله وال هم په نښه کړي، چې د اورګاډي د مسافرو په برید او تښتونه کې ښکېل وو.
په دې پېښه کې د ۲۳ سرتېرو په ګډون ۳۱ کسان ووژل شول.
پاکستان کله ناکله په افغانستان کې دننه هوايي بریدونه کړي دي او ویلي یې دي، چې د وسله والو پټنځایونه یې په نښه کړي دي.
دغو اقداماتو د اسلام اباد او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې خرابې کړې دي.