د غزې د روغتیا وزارت ویلي، د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه چې اسراییل بمباري او ځمکني عملیات بیا پیل کړل، په غزه کې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۹۱ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د دوه میاشتو نسبي سولې وروسته، غزه یو ځل بیا د ژوند لپاره په ګواښ بدله شوې.
د راپورونو له مخې، له هوایي بریدونو وړاندې اسراییلي الوتکو د استوګنې په سیمو کې پاڼې وغورځولې او خلکو ته یې خبرداری ورکړی وو چې سیمه پرېږدي.
۲۹ کلن صمد سمیع چې د شیجیا څخه تښتیدلی ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره خیمه کېږدي وویل:"جګړه بیرته شروع شوې، بې ځایه کیدل او مرګ بیرته راغلی، ایا موږ به پدې پړاو کې ژوند وکړای شو؟"
د غزې مرکزي سیمې ته د ټانکونو له لېږلو یوه ورځ وروسته، د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بیت لاهیا د ساحلي لارې په اوږدو کې یې هم ځمکني عملیات پیل کړي دي.
همدا ډول د پنجشنبې په ورځ ناوخته، اسراییلي پوځ وویل چې دوی په تېرو څو ساعتونو کې د غزې په سویلي ښار رفح کې د شبورا په سیمه کې ځمکني عملیات هم پیل کړي دي.
د دوی په وینا، د غزې په سویل کې یې هم خپل فعالیت پراخ کړی او د غزې په شمالي او مرکزي سیمو کې یې هم خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.
فلسطیني وسله والې ډلې حماس، چې د اسراییل د نوي برید په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې یې غچ نه دی اخیستی، ویلي چې د دوی وسله والو پر اسراییل توغندي توغولي دي.
فلسطیني ډاکټرانو ویلي، اسراییلي الوتکو د غزې تړانګې په شمالي او سویلي سیمو کې څو کورونه په نښه کړي دي.
یاده دې وي چې غزې تړانګه کې د اوربند د غځولو په اړه خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې، اسراییلي پوځ مخکې له دې چې خپل سرتېرې واستوي د سې شنبې په ورځ په غزه کې د پراخو بمباریو سره خپل هوایي بریدونه بیا پیل کړي.