انتونیو ګوترېش: په غزه کې د اسراییل هوايي بریدونو غوسه کړی یم

AP ۱۴۰۳ کب ۲۹

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، چې په غزه کې د اسراییل بریدونو غوسه کړی دی.
هغه پر اېکس پاڼه له دواړو خواوو غوښتنه کړې، چې اوربند ته درناوی وشي، بې له خنډه بشري مرستې بیا له سره پیل شي او پاتې یرغمل شوي کسان بې له شرطه خوشې شي.

خو تازه الجزیرې راپور ورکړی، چې سهار وختي په خان یونس او ​​رفح د اسراییل په بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د غزې په سوېل کې د خان یونس د جبري بې ځایه شویو خلکو په خېمو د اسراییل په برید کې یوه مور او ماشوم هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي.
د هسپانیې لومړي وزیر پر غزه د اسراییل د بریدونو په اړه غبرګون ښودلی.
پېدرو سانچیز پر اېکس پاڼه د اسراییل بمبارۍ «ظالمانه، خواشینوونکې او د نه منلو وړ» وبللې.
دغه غبرګونونه وروسته له هغه خپرېږي، چې تېره ورځ د اسراییل په بریدونو کې تر څلور سوه ډېر کسان وژل شوي دي او لاهم ډېری کسان تري تم دي؛ ښایي دغه کسان د خاورو انبارونو لاندې شوې وي.
په دغو وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د نړۍوالو غبرګونونو سره، سره د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې پر غزه دا د اسراییل ویجاړونکي برید "یوازې پیل" و او پوځي ځواک به تر هغه پورې دوام وکړي چې یرغمل نه وي خوشې شوي.
هاخوا بیا د حماس ویاند اسامه حمدان وایي، دا د اسراییل تش "خیال" دی چې ګومان کوي د بریدونو په زیاتولو سره به د غزې اوربند مسله بدله کړي.
هغه زیاته کړې، چې د اسراییل اقدامات به په سیمه کې نوره بې ثباتي رامنځته کړي.
له بل پلوه په فلسطین کې د بشري حقونو یوې ډلې ویلي، د سې شنبې په ورځ پر غزې د اسراییل ناڅاپي برید لږترلږه ۱۷۴ ماشومان وژلي چې دا د غزې په تاریخ کې په یوه ورځ د ماشومانو د مړینې بې مخینې شمېره وه.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، نړۍ نشي کولی چې چوپه خوله پاتې شي او اسراییل ته اجازه ورکړي چې د غزې خلک «د مرګ او کړاو حیرانوونکې کچې» ورسوي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کلاش هم پر اسراییل غږ کړی، چې خپل بریدونه پای ته ورسوي.
د هغې په وینا، اروپايي ټولنه د اوربند پای ته رسېدو او د اسراییل په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو وژنه غندي.

نور خبرونه

رادیو