د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ له ټبلیفوني خبرو وروسته نن روسیې او اکراین ۱۷۵ جنګي بندیان تبادله کړل. د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو تبادله د عربي متحده اماراتو په منځګړتوب شوې ده.
د روسيي او اوکرایني بندیانو دا تبادله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ټیلیفوني خبرو وروسته نن د چار شنبې په ورځ ترسره شوه.
دواړو خواو تایید کړې، چې روسیې ۲۲ اوکرایني بندیان چې سخت ټپیان وو هم اوکراین ته سپارلي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر اېکسپاڼه لیکلي چې دا تبادله د خپل ډول ترټولو لویه تبادله وه: « ۲۲ اوکراینیان سخت ټپیان شوي جنګیالي وو او هغه کسان وو چې روسیې د جعلي جرمونو له امله نیولي وو.»
همدارنګه زیلینسکي ویلي:«دوی ټول به سمدلاسه اړینې طبي او رواني مرستې ترلاسه کړي.»
د روسیې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۲۲ تنه بندیان چې بیړنۍ طبي پاملرنې ته یې اړتیا لرله د ښه نیت په توګه اوکراین ته سپارل شوي.
د یادې تبادلې په اړه د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې متحده عربي اماراتو د دې معاملې د اسانتیا لپاره د "بشردوستانه طبیعت" د منځګړیتوب هڅې کارولې دي.
د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تبادله کې خوشې شوي روسي سرتیري له بیلاروس څخه د نورې درملنې لپاره روسیې ته انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ کرملین ماڼۍ اعلان وکړ، چې له ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې ولادیمیرپوتین د امریکا د ولسمشر له وړاندیز سره موافقه کړې، چې د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو به د ۳۰ ورځو لپاره دوه اړخیز بریدونه ودروي او روسیې پوځ ته یې امر وکړ چې دا کار عملي کړي.
په دې ټیلیفوني خبرو کې پوتین د چار شنبې په ورځ له ۱۷۵ اوکرایني بندیانو سره د ۱۷۵ روسي بندیانو د تبادلې اعلان هم کړی و او نن یې عملي کړ.