اسراییلي پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې ځواکونو یې د غزې په مرکزي او سوېلي تړانګه کې د بفر زون د پراخولو په هدف محدود ځمکني عملیات بیا پیل کړي دي.
د اسراییل ځمکني عملیات یوه ورځ وروسته له هغه کېږي، چې په غزه کې په هوايي بریدونو کې له ۴۰۰ څخه ډېر فلسطینیان ووژل شول.
د روغتیا ځايي چارواکو ویلي، چې د اسراییل د هوايي بریدونو په دویمه ورځ لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي.
اسراییلي پوځ وویل، چې دا نوي عملیات به د نتزاریم دهلیز باندې خپل کنټرول پراخ کړي، کوم چې غزه په دوو برخو ویشي.
د اسراییلي پوځ په وینا، دا عملیات د سیمې د شمال او سوېل ترمنځ د بفر زون د جوړولو په هدف پیل شوي وو.
حماس وویل، چې ځمکني عملیات او د نتزاریم دهلیز باندې برید د دوه میاشتني اوربند تړون "یوه نوې او خطرناکه سرغړونه" وه. په یوه اعلامیه کې دې ډلې د تړون پر ژمنې ټینګار وکړ او په منځګړو - قطر او متحده ایالاتو - یې غږ وکړ چې "خپل مسولیتونه باندې عمل وکړي."
ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د چهارشنبې په ورځ د غزې ښار په مرکزي برخه کې د دې سازمان په دفتر باندې په برید کې یو بهرنی کارکوونکی ووژل شو او پنځه کارګران ټپیان شول.
د غزې روغتیا وزارت د برید پړه پر اسراییل واچوله، خو اسراییل دا رد کړه او ویې ویل چې دوی د حماس پورې تړلې سیمه په نښه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د برید په اړه د څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د ملګرو ملتونو لږ تر لږه ۲۸۰ کارکوونکي وژل شوي دي.