د ترکیې پولیسو د استانبول ښاروال د فساد او ترهګریزو اړیکو په تور نیولی دی

AP ۱۴۰۳ کب ۲۹

د اسوشېیټیډ پریس د راپور له مخې، د ترکیې پولیسو د استانبول ښاروال او د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیال، اکرم امام اوغلو د مالي فساد او ترهګریزو اړیکو په تور نیولی دی.

د خبر له مخې د ترکیې څارنوالانو د ښاروال په ګډون د نور سلو تنو د نیولو حکم هم صادر کړی.

د ترکیې چارواکو د استانبول شاوخوا سړکونه هم تړلي او په ښار کې یې د څلورو ورځو لپاره په لاریونونو بندیز لګولی، چې د تورنو کسانو له نیول کیدو وروسته د مظاهرو مخه ونیسي.

د NTV خصوصي ټلویزیون په یوه راپور کې ویلي، چې په نیول شویو کسانو کې د استانبول د ولسوالیو دوه ښاروالان هم شامل دي.

د ښاروال ګوند، د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند، د یکشنبې په ورځ د ګوند دننه ټاکنې ترسره کوي، چې تمه کیږي امام اوغلو به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګوند د نوماند په توګه ونومول شي.

امام اوغلو په یوه ویډیویي پیغام کې چې په ټولنیزو شبکو کې یې خپور کړی ویلي: «موږ له لوی ظلم سره مخ یو، خو زه غواړم تاسو پوه شئ چې زه لا مایوسه نه یم.»

هغه د ترکیې حکومت د خلکو د ارادې په غصبولو تورن کړ.

د هغه له نیول کېدو ورسته، یوه پوهنتون د هغه د زده کړو سند لغوه کړ، او هغه یې په اغیزمنه توګه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې کړ.

د یادولو وړ ده چې د ترکيې د ټاکنو د قانون له مخې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره لیسانس ته اړتیا ده.

نور خبرونه

رادیو