ولادیمیر زېلېنسکي نن له ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کوي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۹

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، پلان لري چې نن د چارشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي چې د هغه او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د ټیلیفوني خبرو پر جزئیاتو ځان وپوهوي.

زیلینسکي په هلسینکي کې د فنلنډ له ولسمشر الیګزانډر سټب سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، « نن زه له ولسمشر ټرمپ سره تماس نیسم، موږ به له هغه سره د راتلونکو ګامونو تفصیلات وڅیړو».

زیلینسکي وویل چې د راتلونکو خبرو اترو یوه خورا ستونزمنه مساله به د ځمکنيو امتیازاتو مساله وي.

هغه زیاته کړه، « د روسیې په توګه د اوکراین د موقتي اشغال شويو سیمو پېژندل زموږ لپاره سره کرښه ده. موږ به پر دې هیڅ موافقه ونه کړو».

زیلینسکي وویل چې پوتین د انرژۍ د تاسیساتو پر ضد د بریدونو درولو هوکړه کړې وه، خو دا موافقه « له واقعیت سره خورا په تناقض کې» ده.

روسیې د بې پيلوټه الوتکو په تازه بریدونو کې د ملکي استوګنې سیمې او یو روغتون په نښه کړي دي.

د اې پي د رپوټ له مخې، سپینې ماڼۍ د ټرمپ او پوتین ترمنځ تیلیفوني خبرې د سولې د «خوځښت» لومړۍ ګام بللی، خو داسې ښکاري چې پوتین د سولې تړون لپاره له خپلو شرایطو نه دی تېر شوی.

د دواړو مشرانو له اوږدو خبرو وروسته په کیېف ښار کې د هوايي بریدونو الارم وکړنګېد.

د روسیې دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د دوی هوایي دفاع ۵۷ اوکراینۍ بې پيلوټه الوتکې د ازوف سمندر په اوږدو او څو نورو روسي سیمو لکه کورسک او بریانسک کې وویشتې.

نور خبرونه

رادیو