کاټز: د یرغمل شویو د نه خوشې کېدو په صورت کې به غزه په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۹

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاټز خبرداری ورکړ، چې د یرغمل شویو کسانو د نه خوشې کېدو او له واک څخه د حماس د نه لرې کېدو په صورت کې به غزه په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې د حماس پر وړاندې له درې میاشتیني اوربند وروسته بریدونه یوازې لومړی پړاو و.
کاټز دغه راز خبرداری ورکړ: «هغه څه چې راتلونکي کې دوام کوي، ډېر به سخت وي او دروند لګښت به ورکړی.»
د اسراییل دفاع وزیر د غزې خلکو ته په پیغام کې وویل: «د غزې اوسېدونکو دا وروستی خبرداری دی، لومړي ګام کې سنوار غزه ورانه کړه، او دویم اقدام به دا سیمه له منځه یوسي.»
دا اشاره په غزه کې د حماس مشر یحیی سنوار ته چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې د برید معمار ګڼل کېږي او د هغه ورور محمد سنوار ته چې د حماس یو بل قوماندان دی، تعبیر شوې ده.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ اسراییل پر غزې له درې میاشتیني اوربند وروسته یو ځل بیا بریدونه وکړل، چې تر اوسه د ۴۱۲ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
حماس ویلي، چې په دغو بریدونو سره د دوی او اسراییل ترمنځ اوربند نور مات دی.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، دا اقدام حماس ته ځواب و، چې په غزه کې د بندي شویو کډوالو خوشې کولو ته تیار نه دی.
له دې سره، فلسطیني چارواکو هم تایید کړې، چې د اسراییل په بریدونو کې د حماس څلور جګپوړي غړي وژل شوي دی.
په بریدونو کې د فلسطین حکومت د چارو تعقیب رییس عصام الدعلیس، د عدلیې وزارت مرستیال احمد الحته، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمود ابو وطفه او د فلسطین د کورني امنیت رییس بهجت ابو سلطان وژل شوي.

نور خبرونه

رادیو