زېلېنسکي د کییف او مسکو ترمنځ لنډمهالي اوربند ته غاړه کېښوده

AP ۱۴۰۳ کب ۲۹

د اسوشيټېډپرېس د راپور پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له ډونالډ ټرمپ سره تر ټلیفوني اړیکې وروسته د کییف او مسکو ترمنځ پر لنډمهالي اوربند هوکړه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له‌خوا خپور شوی، له زېلېنسکي سره د ټرمپ ټلیفوني اړیکه «فوق‌العاده» ښه بلل شوې ده.

د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ دا ټلیفوني اړیکه په سپینې ماڼۍ کې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ تر جنجالي او خپګاني غونډې څخه څو اوونۍ وروسته چې له امله یې ټرمپ په لنډمهالي ډول اوکراین ته د استخباراتي معلوماتو شریکول او پوځي مرستې درولې وې، ترسره شوې ده.

ورته مهال، زېلېنسکي له ټرمپ سره تر یو ساعته ټلیفوني اړیکې وروسته د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ویلي، د جګړې پای ته رسېدو لپاره لومړنی ګام دا کېدای شي چې د پر انرژۍ او نورو ملکيانو تاسیساتو بریدونه باید پای ته ورسېږي او په وینا یې، اوکراین چمتو دی دا اقدام پلي کړي.

د معلوماتو پر بنسټ، په دې ټلیفوني اړیکه کې د مذاکراتي ټیمونو له‌خوا د هر ډول اوربند د څارنې او تخنیکي ستونزو پر حل ټينګار شوی دی.

دې سره جوخت د امریکا ولسمشر د خپلې ټروټ شبکې له لارې په یوه بیان کې ویلي چې له زېلېنسکي سره یې خبرې‌اترې د متحده‌ایالاتو او روسیې ولسمشرانو ترمنځ د تېرې ورځې پر خبرواترو متمرکزې وې.

په سعودي عربستان کې د روسي او امریکایي چارواکو ترمنځ له مذاکراتو اترو وروسته، اوکراین د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د امریکا له وړاندیز سره هوکړه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو