د اسماعېلیانو امام له سوریې سره د ۱۰۰ مېلیونه یورو مرستې ژمنه وکړه

AP ۱۴۰۳ کب ۲۹

د اسماعېلیانو امام شهزاده رحیم‌الحسیني له سوریې سره د ۱۰۰ مېلیونه یورو د مرستې ژمنه وکړه.
نوموړي دا ژمنه «له سوریې سره درېدل او د یوه بریالي بدلون» تر سرلیک لاندې د کنفرانس په څنډه کې چې د اروپايي کمېسیون له خوا جوړ شوی، اعلان کړې ده.

د اسد د رژیم تر پرځېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د سوریې د بیارغونې لپاره د مرستو د برابرولو نړۍوال کنفرانس جوړ شو.
د دې کنفرانس په ترڅ کې نږدې شپږ میلیارد یورو نورې مرستې د سوریې لپاره راټولې شوې.
که څه هم تر اوسه روښانه نه ده، چې دا مالي مرستې به څنګه وېشل کېږي، خو المان د دې مرستو د يوې لویې برخې د ورکولو موافقه کړې ده.
الماني چارواکو ویلي، چې دغه هېواد به د سوریې خلکو او په ګاونډیو هېوادونو کې مېشتو سوریایي کډوالو ته د ۳۰۰ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوريې د موقت ولسمشر په توګه تر غوره کېدو وروسته احمد الشرع ژمنه وکړه، چې په دې هېواد کې به د «ملي ديالوګ غونډه» رابولي او د يوه ټولګډونه حکومت په رامنځته کېدو سره به د دې هېواد د پرمختګونو او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
د الشرع د انتقالی حکومت له جوړېدو وروسته، نړۍوال او عربي ډیپلوماټیک خوځښتونه هم پیل شول.
د "پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز" څه موده مخکې د سوریې خلکو ته د مرستې لپاره یو هوایي پل جوړ کړ، چې له امله یې د دې هېواد د اقتصادي ستونزو حلولو کې مرسته کولی شي.

نور خبرونه

رادیو