عربستان: د سوریې پر ځینو سیمو د اسراییل بمبارۍ له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

AP ۱۴۰۳ کب ۲۹

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پر سوریې د اسراییل بریدونه غندلي.
دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سوریې په ځینو سیمو د اسراییلي ځواکونو بمبارۍ له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

خبرپاڼه کاږي: «سلطنت د سوریې او سیمې امنیت او ټیکاو د بې ثباته کولو لپاره د اسراییل دغه سرغړونې او هڅې غندي.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې سعودي عربستان د اسراییل دغه کړنې د اړوندو نړۍوالو تړونونو او قوانینو خلاف ګڼي.

سعودي عربستان دارنګه پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د دغو بریدونو پر وړاندې دې کلک دریځ غوره کړي او د امنیت شورا غړي هېوادونه دې په سوریه کې د اسراییل د روانو بریدونو او سرغړونو پر وړاندې ودرېږي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې نړۍواله ټولنه باید د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او د دغو سرغړونو لپاره د حساب ورکونې نړۍواله تګلاره خپله کړي.
په خبرپاڼه کې دا رنګه د سوریې له حکومت او خلکو سره د پیوستون اعلان شوی دی.
تر دې وړاندې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په سوېل لویدیځ ښار درعا د اسراییل بریدونه وغندل.
دغه وزارت ویلي و، چې په دغه بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه وزارت زیاته کړې: «په سوریې د اسراییل روان یرغل نه یوازې له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده؛ بلکې د سیمه‌ییز او نړۍوال امنیت لپاره مستقیم ګواښ هم دی.»
اسراییل هم منلې، چې په سوریه کې یې پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

خو تازه داسې راپورونه خپرېږي، چې اسراییل د سوریې په حمص ښار هم بریدونه کړي دي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې شمېرې لا نه دي په ډاګه شوې.

نور خبرونه

رادیو