په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۸

الجزیرې د روغتیایي سرچینو په حواله لیکلي، چې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته لوړ شو.

د سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې ګڼ شمېر ماشومان هم شامل دي.

د اسراییل په دغو بریدونو کې لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي او ښایي، چې د مرګ ژوبلې شمېره لا لوړه شي.

دغه بریدونه داسې مهال پیلېږي، چې حماس د اوربند د غځولو لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ.

هاخوا بیا د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، اسراییل په غزه کې پوځي عملیات بیا له سره پیل کړي دي.

اسراییل او حماس د اوربند د تړون د دویم پړاو خبرو څخه انکار وکړ.

د خبرې اترې له لومړي پړاو وروسته پیل شوې وې، چې شپږ اونۍ یې دوام وکړ.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې هغه پوځ ته لارښوونه کړې، چې په غزه کې د حماس پر وړاندې پیاوړي ګامونه واخلي او دغه ډله یې د بندیانو د خوشې کولو څخه د انکار او د اوربند په اړه د اسراییل د وړاندیزونو سره د هوکړې په نه کولو تورنه کړې ده.

د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې وویل، اسرایل به له دې وروسته د حماس پر وړاندې له پراخه پوځي ځواک سره عمل وکړي.

له بلوه په اسراییل کې ځایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر اسراییل کاټز ویلي که حماس ټول هغه بندیان چې لا تر اوسه د فلسطین په خاوره کې ساتل کېږي خوشې نه کړي؛ نو د غزې پر مخ به «د دوزخ دروازې» پرانیستل شي.

نوموړي ویلي، اسراییل به پر حماس هغه ځواکونه وکاروي چې دوی «دوی یې لا پېژني نه».

د حماس یوه جګپوړي چارواکي تر دې وړاندې رویټرز ته ویلي و، چې د اسراییل بریدونه په دې معنا دي چې اسراییل په یو اړخیزه توګه په غزه کې اوربند پای ته رسوي.

نور خبرونه

رادیو