د یمن حوثیانو مشر: د اسراییل پر وړاندې بریدونه تر ټولو لوړې کچې ته رسوو

AP ۱۴۰۳ کب ۲۸

د حوثي وسله والو مشر عبدالمالک حوثي چې د اسلامي جمهوریت له ملاتړ څخه برخمن دی، د سې شنبه په ورځ (د کب ۲۸مه) ټینګار وکړ، چې حوثي وسله وال به د اسراییل پر ضد عملیات تر ټولو ممکنه حد ته ګړندۍ کړي او په دې برخه کې به هر ډول اړین اقدامات وکړي.

هغه د اسلامي هېوادونو له‌خوا پر اسراییل د اقتصادي بندیزونو پر اړتیا په ټینګار سره وویل، چې ځینې عرب هېوادونه د فلسطین له مقاومت څخه د ملاتړ پر ځای اسلامي جمهوریت د هغوی په پوځي ملاتړ تورنوي.

د حوثي یاغیانو مشر د یوه عربي هېواد او اسراییل تر منځ هر ډول مثبتې اړیکې «شرمونکې» وبللې او ویې ویل، چې له ترکیې، مصر، اردن، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره له اقتصادي اړیکو څخه اسراییل ګټه پورته کوي او دغه هېوادونه باید له اسراییل سره خپلې اقتصادي اړیکې پرې کړي.

هغه وویل: «په مسلمانانو واجب دی چې د اسراییل په خلاف یو فعال او پیاوړی نړۍوال غورځنګ تنظیم کړي.»

عبدالمالک حوثي ویلي، له اسراییل څخه د امریکا ملاتړ او د عربي هېوادونو چوپتیا د دې لامل شوې، چې اسراییل خپل بریدونه پراخ کړي.

عبدالمالک حوثي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې اسراییلي حکومت ویلي: «حماس د یرغمل شویو خوشې کولو څخه ډډه کړې، نو موږ بېرته جګړې ته ستانه شوو. له دې وروسته به له لا زیات پوځي ځواک سره عمل وکړو.»

اسراییل اعلان کړی، چې په غزه کې سختو شخړو ته بېرته ستنېدل د متحده ایالاتو سره په بشپړه همغږۍ کې ترسره شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له بیا پیل سره څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي او د پاتې یرغمل شویو کسانو برخلیک هم نامعلوم دی.

نور خبرونه

رادیو