په ملګرو ملتونو کې د چین استازی فو کانګ، په نړېواله ټولنه غږ کړی، چې افغانستان له یوه حساس پړاو څخه تیریږي او نړېواله ټولنه باید په عاجله توګه په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره بودجه زیاته کړي.
ښاغلي فو کانګ د دوشنبې په ورځ، ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپله وینا کې وویل، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نشهیي توکو د کنټرول، مالي سیستم د پیاوړتیا او بشري ستونزو د حل لپاره لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
دغه لوړپوړي چینایي ډیپلومات په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځولو ته په اشارې سره وایي، چې دا له دغه هېواد سره د ملګرو ملتونو سازمان د غوڅ ملاتړ ښودنه کوي.
هغه وايي، د دې تر څنګ په راتلوونکي کې د مثبتو پایلو د ترلاسه کولو لپاره دې له طالبانو سره لا زیاتې خبرې اترې وشي.
فو کانګ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې بیجینګ له تېرو درېیو کلونو راهیسې له طالبانو سره نږدې اړیکې پاللې او دغه اړیکې په اوس وخت کې له پټ حالت څخه په ښکاره او ستراتیژیکو اړیکو بدلې شوې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې په افغانستان کې د یوناما کاري موده د یوه بل کال لپاره وغځوله، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې دغه مرستندویه ماموریت بې ګټې بللی و.