طالبان په داسې حال کې له خبریالانو او رسنیو د ملاتړ خبرې کوي، چې په افغانستان کې دغې ډلې له بیا واک ترلاسه کولو وروسته ډیری رسنۍ تړلې، لسګونه خبریالان یې بندیان او شکنجه کړی، او همداشان یې له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.
د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د خبریالانو نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت مخ پر ښه کېدو دی، او وايي، دغه وزارت هېواد کې په ټولو برخو کې له خبریالانو ملاتړ کوي.
طالب ویاند خبیب غفران زیاته کړې، له خبریالانو څخه د ملاتړ لپاره د ملي حمایوي صندوق پر میکانیزم کار روان دی، چې د پروسې په بشپړېدو سره به یې له هغو خبریالانو سره چې اقتصادي ستونزې لري مرسته وشي.
خو نړیوالو سازمانونو په وار وار په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د ځپلو په اړه اندېښنه ښودلې، خو طالبان په پراخه کچه د رسنیو سانسور او پر خبریالانو محدودیتونه وضع کوي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۳ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه سرغړونې ۲۴سلنه زیاتې شوې دي.
دغه مرکز وویل، په روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې ثبت شوې، چې د ۲۲رسنیو تړل او د ۵۰ خبریالانو نیول په کې شامل دي.
بلخوا بیا د بیان ازادۍ کور په نوم د افغان خبریالانو د ملاتړ یوه سازمان خبر ورکړی، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله په هېواد کې ۸۶سلنه ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي.
یاد بنسټ وایي، چې د طالبانو د سختو بندیزونو له امله په رسنیو کې په ازاده توګه د ښځینه خبریالانو د فعالیت او کار مخه ډب شوې ده.
د بیان ازادۍ کور باور لري، چې د افغانستان له نیمایي ډیرو ولایتونو کې اوسمهال هېڅ ښځینه خبریاله کار نه کوي.