انالینا بیربوک: غزه کې د اوربند پای ته رسېدل جدي اندېښنه ده

AP ۱۴۰۳ کب ۲۸

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک په غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د اوربند په پای ته رسېدو خواشیني څرګنده کړه او د اوربند د دویم پړاو او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره یې د خبرو د سمدستي بیا پیل غوښتنه وکړه.

اسراییل اعلان وکړ، چې په غزه کې سختو شخړو ته بېرته سېنیدل د متحده ایالاتو سره په بشپړه همغږۍ کې ترسره شوې.

اسراییلي حکومت ویلي: «حماس د یرغمل شویو خوشې کولو څخه ډډه کړې، نو موږ بېرته جګړې ته ستانه شوو. له دې وروسته به له لا زیات پوځي ځواک سره عمل وکړو.»

بل خوا د حماس په بند کې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو کورنۍ د اوربند پر ماتېدو اعتراض کړی.

دوی د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل، چې مداخله وکړي او د اوربند او د اسراییلي یرغمل شویو د بېرته راستنیدو لپاره د مذاکراتو د دوام ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له بیا پیل سره څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي او د پاتې یرغمل شویو کسانو برخلیک هم نامعلوم دی.

حماس تېره ورځ وویل، اسراییل د اوربند تړون لغوه کړی چې له امله یې په غزه کې د ۵۹ یرغمل شویو کسانو برخلیک ناڅرګنده پاتې دی.
د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر حماس تورن کړی، چې د دوی د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو څخه یې انکار کړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف وړاندیزونه یې رد کړي دي.
په یوه بیان کې ویل شوي، چې اسراییل به له دې وروسته د حماس پر وړاندې د پوځي ځواک په پراخولو سره عمل وکړي.
له بل پلوه په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، چې اسراییل د بریدونو ترسره کولو دمخه د متحده ایالاتو ادارې سره مشوره کړې وه.
د سپینې ماڼۍ ویاند برایان هیوز ویلي:« حماس کولای شو، چې د اوربند د غځولو لپاره یرغمل خوشې کړي؛ خو پرځای یې انکار او جګړه غوره کړه.»

حماس د اوربند تړون د شرایطو سره سم، د جګړې د دایمي پای ته رسېدو او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره پر خبرو اترو ټینګار کاوه.
حماس ویلي:« موږ غوښتنه کوو، چې منځګړي دې نتنیاهو او اسراییلي اشغالګر په بشپړ ډول د تړون د سرغړونې مسوول وګڼي.»

نور خبرونه

رادیو