نتنیاهو: د حماس د ګواښونو تر ختمېدو پورې خپلو بریدونو ته دوام ورکوو

AP ۱۴۰۳ کب ۲۸

پر غزې د اسراییلي پوځ له وژونکو بریدونو سره سم د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، چې له حماس سره به د «اوربند مذاکرات یوازې د اور تر لبمو لاندې» دوام ولري.

نوموړي د سې‌‌شنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) پر حماس ډلې د اسراییل فشارونو ته په اشارې زیاته کړې، چې پر غزې د دغې ډلې تر ختمېدو پورې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

نتنیاهو خبرداری ورکړی، تر هغه یې چې په غزه کې د حماس ګواښ له‌منځه نه وي وړی، د اسراییل بریدونه به دوام ولري.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي: «مونږ په هغو اوونیو کې چې هېڅ یرغمل شوی کس مو ترلاسه نه‌کړ، اوربند مو وغځاوه. د امریکا وړاندیز مو ومانه او حماس ته مو خپل پلاوی ولېږلو، خو دوی زمونږ وړاندیز رد کړ.»

هغه زیاته کړې: «ما د جګړې د بیاپیلېدو لپاره له پوځي او امنیتي ادارو څخه مشوره ترلاسه کړې.له همدې شېبې څخه به د حماس پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړو.»

اسراییل یو ځل بیا تر لنډمهال اوربند وروسته پر غزې هوايي بریدونه پیل کړل.

د فلسطین روغتیايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د غزې پر تړانګې د اسراییل په تازه بریدونو کې د حماس څلورو لوړپوړو چارواکو په ګډون له ۴۰۰‌ډېر ملکیان وژل شوي دي.

ورته مهال، د اسراییل لومړي وزیر پر حوثي وسله‌والو د امریکا او برېتانیا ګډو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې په «یمن کې د ایراني ملیشو» پر وړاندې د امریکا متحده‌ایالاتو له هوايي بریدونو هرکلی کوي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د یمن پر حوثي وسله‌والو د پراخو هوايي بریدونو امر وکړ، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو