پاکستان په ۱۹۴۷ کې وزېږول شو.د سړې جګړې په ترټولو تودو شېبو کې. دویم نړیوال جنګ نوی پای ته رسېدلی و. سوسیالیستي شوروي نیمايي اروپا لاندې کړې وه او مخ په جنوب راروانه وه. انګلو- امریکا د پیاوړې کېدوني شوري اتحاد ویرې په سر اخیستې وه.

شوروي په ماتریالیستي نظريې ولاړ و او دا د اسلامي نړۍ لپاره ګواښونکې ایډیولوژي وه. له هند څخه بېل شوي مسلمانان، چې وجودي منطق یې اسلامي نظریه وه ښه په جوش و خروش کې ول. پاکستان ته په اووه کلنۍ کې د سیاتو SEATOاو په اته کلنۍ کې په سنتو CENTO کې غړیتوب ورکړل شو،چې یو یې جنوبي اسیا او بل یې منځني ختیځ ته د کمونیزم د ورخپرېدا د مخنیوي لپاره جوړ شوي وو. پاکستان په چټکۍ د یوه پوځي هېواد په توګه سر راپورته کاوه، چې تر غاښو پورې په افراطیت او ایډیولوژیکه غوسه هم وسله‌وال و. په زرګونو سیاسي – استخباراتي مدرسې پکې جوړې شوې او د لویدیځ تبلیغاتي کارخونې او فکري مرکزونه یې هم ترشا وو.

پاکستان لا دېرش کلن شوی نه‌و چې لویدیځ د افغان هېوادمشر محمد داود له پلوۍ ناهیلی شو او داسې یې احساس کړه، چې دغه ملتپال مشر غواړي د افغانستان ناپلوي وساتي، بلکې ورو ورو د شوروي خواته ورښوییږي. د کیڼ اړخو تر کودتا لږ وخت روسته شوروي په افغانستان راوبلوسل. د افغانستان خلکو یې په وړاندې مبارزه پیل کړهاو د پاکستان غوا لنګه شوه. سړه جګړه دلته توده شوه. پاکستان د لویدیځ په اورلګوني د سړې جګړې بټۍ اورغړنه کړه او افغانان یې د دغې بټۍ خاشاک کړل.

 له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۷ پورې د ISI مشر جنرال عبدالرحمان چیغې کړې: « کابل باید وسوځي!» او همداسې وشول. دا مهال د نړۍ ټولې وسلې پاکستان او په هغه کې مېشتو نړیوالو افراطي جهادي ډلو ته راروانې وې. عربان، پنجابیان، چین و چیچین، منځنۍ اسیا والا او نور. شپېته زره استخباراتي مدرسو او معهدونو په ټول توان د جګړې ايډیولوژیک بشري ځواک تولیداوه، افراطیت ورځ تر بلې چاغېده، د وسلو ترڅنګ تبلیغاتي دستګاوې، راډیوګانې او روسته تلویزیونونه په خرپ لګیا وو. شوروي چې ړنګ شو، د سړې جګړې میراثي ډلې پاتې شوې او پاکستان. ټول فکر په دې متمرکز و، چې دا جوړ شوی دیو څنګه مدیریت شي او چېرته یې بوخت وساتي؟ د هندوستان په وړاندې، د افغانستان په ضد، په کور دننه د بلوڅو، پښتنو او نورو ناخوښو ولسونو په ضد.

پوځي پاکستان تر یوې مودې له دغه افراطیت څخه د څښنده اشغال Forward Policy او ستراتيژیک عمق Strategic Depth پالیسیو لپاره ګټه پورته کړلای شوه. په تېره بیا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر یوولسمې پېښې وروسته، چې یو ځل بیا د پاکستان مېښې نرکټی وزېږاوه او د لویدیځ غوا غولانځ پرې راپرېښوده. په سیمه‌ییزو لوبو کې لوبېدلی پاکستان دومره سپین‌سترګی شو، چې په یوه وخت کې یې دوه سره سیال ځواکونه تېرایستل. له یوې خوا یې امریکا رالوشله او له بلې خوا یې له چین سره پټه و ښکاره یارانه خوږه کړې وه. دې کیسې لکه چې لویدیځ ته خوند ورنه‌کړ. د اوکراین له جګړې، په منځني ختیځ کې له خونړیو پېښو او د اسراییل له بدمستۍ وروسته داسې څرګندیږي، چې نړۍ یوې بلې جیوپولیتیکې زمانې ته ورننوځي.

ایا د پاکستان دنده پای ته رسېدلې؟

د دوو اټومي ډېریو په سر ناست پاکستان لکه چې نور هغسې په‌کار نه دی، چې اویاکاله پخوا و.

دا دوه اټومي ډېرۍ یوه یې اتومي وسله ده او بله یې تولید کړی افراطیت دی، چې اوس نو په پاکستان کې هم نه‌ځاییږي. شوروي نور نه‌شته او ښايي په دې نوي پړاو کې نور نو نه چین او نه هم منځنۍ اسیا و روسیه په هغو نیابتي ايدیولوژیکو افراطیونو ډارول کېدلای شي، چې پاکستان یې تولید او مغزمينځنه په ټېکه اخیستې ده او نه هم لویديځ د هغوی د بوخت ساتلو لګښتونه نور پرې کولای شي.

منځنی ختیځ هم بدل شوی دی. اسرائیل خپل ټول مهم دښمنان له پښو غورځولي دي او له ایران سره حالات ترینګلي دي. په پاکستان او منځني ختیځ کې افراطي اورپکي ښايي نور په کار نه‌وي، بلکې ښايي لا نوي نظم ته په ګواښ بدلیدونکي هم وي. له همدې کبله لوبه بدلیدونکې ښکاري.

تر پاکستان لاندې د باروتو ډېرۍ ورو ورو اور اخلي. بلوڅو سرمچارو د پاکستان په پوځيانو ځمکه سره تبۍ ګرځولې ده. پښتانه هم له خښمه ایشي. پاکستاني طالبان ورته لیوني شوي او هره ورځ چاودنې و وژنې. د لومړي ځل لپاره پوځ له سیاسي اړخه سره ویشلی دی.

د لوبې د بدلون یوه نښه خو دا ده، چې هغه سرچینې اور اخلي، چې د ساړه جنګ پرمهال مهمې ګڼل کېدې. د حقانیې مدرسې کارېزماتیک افراطي شیخان یو یو وژل کیږي، د ملا فضل رحمن او نورو اورپکو ډلو مشران یو یو په نښه کیږي. ملا، عام وګړی، سیاستوال او بل هرڅوک چې وژل کیږي، ګوته پوځ ته نیسي او پوځ د تل په شان هندوستان او افغانستان ته د ملامتیا مخ ورګرځوي.

« یه جو دهشتګردي هې، اس کې پیچي وردي هې!»چیغې د هرچا په خوله دي. د پاکستان اقتصاد ړنګ دی او د پوځ د وحشیانه چلند له کبله په پښتنو، بلوڅو او نورو لږکیو کې د بېلتون پالنې حس ورځ تر بلې پیاوړی کیږي. هره ورځ په مدرسو او جوماتونو کې چاودنې دي او د پاکستان هغه ایډیولوژیک حیثیت چې د زېږېدا په زمانه کې و، اوس نه شته. ملا، جومات او مدرسې، چې یومهال پاکستاني پوځ ته تقدس ورکاوه او د اسلام ساتونکی پوځ یې باله اوس هغه هم چیغې وهي، چې: « یه جو دهشتګردي هې، اس کې پیچي وردي هې!»له دې چېغو سره سم، پوځ ټوپک پرې راواړوي،نه ملا پرېږدي او نه جومات و نه مفتي و شیخ و طالب.

په پراخه پیمانه د زاړه ساړه جنګ د پای ته رسېدا یوه نښه خو د پاکستان دا حالت او په تېره بیا په پاکستان کې دننه د افراطیت د تولید د مراکزو او متفکرو مغزو له منځه وړل دي، چې خورا په سیستماتیکه بڼه راړنګیږي، بله نښه یې د سړې زمانې د تبلیغاتي ماشین له کاره غورځول دي. د امریکا حکومت په یوه ډراماتیکه پرېکړه کې د امریکا غږ، ازادۍ راډیو او یوشمېر نورو رسنیو د کار دوام ځنډولی دی. په دغو رسنیو ډېره پانګونه شوې وه او لګښت یې هم ډېر و. په سیمه کې یې اوس ګڼ اورېدونکي او لیدونکي لرل. په افغانستان کې مېشت خلک او ډیورند ته څېرمه ولسونه چې د واکمن استبداد له لاسه اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري، همدا رسنۍ يې ته غوږ او سترګې وې. څه وشول چې له دې ټولو پېښو سره هممهال نوره نو د دوی اړتیا پای ته ورسېده؟

څه روان دي؟

ایا سړه جګړه په زړه بڼه پای ته رسېدلې؟ که کومه نوې پېښه پېښېدونکې ده؟ څه ډول پېښه؟ چېرته او په چا؟

که نه دا یوازې اقتصادي ستونزه ده او امریکا غواړي، خپل لګښتونه راکم کړي؟

دا مهمې پوښتنې دي.د ایران او چین په وړاندې به د لویديځ سیاستونه څه وي؟ ایا په نوې لوبه کې به لویدیځ هغسې سره یولاس وي، لکه د سړې زمانې پرمهال چې و؟ که نه دا ځل اروپا خواشینې و غوسه ده؟

د اوکراین له جګړې را وروسته اروپا یو ځل بیا راویښه شوې او په فکر کې ده، چې څه وکړي؟ ایا د نړیوالو سیالیو په ډګر کې هماغسې په پټو سترګو له انګلو – امریکا سره ودریږي؟

نړۍ به له تولید شوي افراطیت سره څه کوي؟ دا سمه خبره ده، چې دوی یې سرغنې په نښه کوي او وژني یې، خو د سړې جګړې پرمهال او بیا له ترهګرۍ سره په تش‌په نامه جګړه کې دا ډلې دومره ډېرې روزل شوي دي، چې اوس یې مدیریت او په ټولنو کې بېرته ادغام ناشونی بريښي. له ترکیې، سوریې، عراق نه رانیولې تر منځنۍ اسیا و د چین تر سینکیانګ او هاخوا تر تاتارستان پورې د باروتو له دې زېرمه شویو باروتو سره به څه پېښ شي؟

یوڅرښنده او د لړو ترشا انځور خو یې دا دی، چې په سپینو، تورو، شنو او برګو بیرغونو یې سره ویشي او جنګوي یې، دومره یې سره جنګوي، چې سره خلاص شي. په دې کې به لویدیځ بریالی شي، که نه؟ خو دا سیمه به د یویشتمې پېړۍ په سوځېدلې ځمکه بدله کړي او یوه لویه تمدني حوزه به د اور خوراک کړي. اسیا په اقتصادي زبرځواک بدلېدونکې ده ایا په دې نوې لوبه کې به د اسیا د اقتصادي ودې و مرکزیت کېدو لپاره خنډ جوړول هدف وي که د هغې مالکیت؟

د سیمې او نوې لوبې تګلوری به د پورتنۍ وروستۍ پوښتنې ځواب روښانوي. ترهغو په همدې پوښتنو فکر کول بویه، ګوره که ځوابونه یې پیدا شي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري، خو د چا د نظر ننګه نه کوي.

نور خبرونه

رادیو