د حماس وياند عبداللطيف البانوع وايي، دغه واله ډله په دوامداره توګه د خبرو اترو له منځګړو سره په اړیکه کې ده.
القانوع په یوه بیان کې چې پر ټېلګرام خپور شوی وویل: «دغه ډله له هر هغه وړاندیز سره چې د تېري او محاصرې پای ته لار هواروي، له مسوولیت او مثبت روحیې سره چلند کوي.»
هغه زیاته کړه: "د امریکا وړاندیز د خبرو اترو پر مېز و او حماس هغه رد نه کړ او مثبت چلند یې ورسره وکړ. «نتنیاهو د تړون د ماتولو لپاره جګړه بیا پیل کړه.»
په پای کې دغه ویاند ټینګار وکړ: «د حماس ګټې د موافقې په دوام کې وې او له منځګړو سره به په نرمۍ او مثبت ډول خبرو اترو ته دوام ورکړي، چې زموږ پر ملت د تېري مخه ونیسي او نیواکګر مجبور کړي چې تړون ته غاړه کیږدي.»
تر دې مخکې اسراییلي حکومت ویلي و، چې حماس د یرغمل شویو خوشې کولو څخه ډډه کړې او دوی بېرته جګړې ته ستانه شوي.
اسراییل دا هم ویلي و، چې تر دې وروسته به لا زیات پوځي عملیات پراخ کړي.
اسراییل زیاته کړې، چې په غزه کې سختو شخړو ته بېرته ستنېدل د متحده ایالاتو سره په بشپړه همغږۍ کې ترسره شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له بیا پیل سره څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي او د پاتې یرغمل شویو کسانو برخلیک هم نامعلوم دی.