د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني وايي، مخکې له دې چې دواړه هېوادونه د راتلونکو اړیکو په اړه جدي خبرې اترې پیل کړي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د کاناډا په اړه نور له «بې احترامۍ» ډکو څرګندونو لاس واخلي.
د رویټرز د راپور له مخې، د کاناډا لومړي وزیر په لندن کې خبریالانو ته وویل:« موږ دغه څرګندونې بې احترامي بولو او دا ګټورې نه دي. دوی باید صبر وکړي ترڅو سره کېنو او د متحده ایالاتو سره زموږ د پراخې ملګرتیا په اړه خبرې وکړو.»
د امریکا ولسمشر ټرمپ، چې پر کاناډایي توکو د لوړو ګمرکي تعرفو ژمنه یې کړې؛ غواړي چې کاناډا د متحده ایالاتو ۵۱م ایالت شي.
د ټرمپ په اړه د مارک کارني دغه څرکندونې د هغه تر ټولو سختې څرکندونې ګڼل کېږي، چې د خپلې لوړې په مراسمو کې یې کړې وې.
ښاغلي کارني چې د جمعې په ورځ یې د کاناډا د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه، تر اوسه یې له ټرمپ سره خبرې نه دي شوې او د امریکا ولسمشر تر اوسه د هغه د ټاکل کېدو په اړه چوپه خوله پاتې دی.
مارک کارني د امریکا سره د سوداګرۍ او امنیتي اړیکو په هر اړخیز ډیالوګ او مذاکرې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې کله هم متحده ایالات خبرو ته چمتو وي؛ نو دوی هم د ناستې لپاره چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې کاناډا د امریکا څخه د مېلیاردونو ډالرو په ارزښت پر وارداتو د تعرفو په لوړولو سره خپل غچ اخیستی؛ خو لومړی وزیر کارني وایي، چې اوټاوا به یوازې هغه اقدامات ترسره کړي چې د ده په باور د متحده ایالاتو په چلند کې بدلون راوستلای شي.