د نجونو د زدهکړې نړۍوالې فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، د طالبانو لهخوا د «ظالمانه جنسیتي توپیر» له امله افغان مېرمنې له عامه ژوند څخه ګوښه شوې دي.
نوموړې په خپلې انسټاګرام پاڼې لیکلي: «که تاسو د یو څه مودې لپاره ما وڅارئ؛ نو تاسو به پوه شئ چې زه خپل ډېر وخت په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه په خبرو کولو او ملاتړ تېروم.»
د نوموړې په خبره، د طالبانو لهخوا ظالمانه جنسیتي توپیر ښځې له عامه ژوند څخه ګوښه کړې دي، هغوی یې ښوونځي ته له تګ، کار کولو او ان عامه پارکونو ته له تګه هم بې برخې کړې دي.
نوموړې د دغې لیکنې سره ځینې انځورونه او یوه ویډیو هم خپره کړې ده.
په دغه ویډیو کې ښکاري، چې ملاله په لندن ښار کې د کتابونو یو پلورنځي ته ننوځي او له هغه ځایه کتابونه اخلي.
په دغو کتابونو کې دوه هغه یې د افغان مېرمنو کیسې بیانوي.
هغې د دغو کتابونو له انځورونو سره په خپل یادښت کې د طالبانو لهخوا د ښځو د حقونو د ځپلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د دغو کتابونو ځینې کیسې یې شریکې کړې دي.
هغې لیکلي، د دوی څخه یوه یې هم سوله محفوظ ده.
هغې له دغه انځور سره لیکلي، چې دا د یوې افغان پېغلې کېسه بیانوي، چې د طالبانو د بندیزونو سره، سره یې په پټه زدهکړې کړې دي.
هغې زیاته کړې: «زما په څېر سوله محفوظ هم ۱۱ کلنه وه، کله چې طالبانو هغو کورنیو ته ګواښونه پیل کړل چې خپلې نجونې یې ښوونځي ته لېږلې. هغې له ځان سره انګلیسي، فزیک او فلسفه زده کړه. نن ورځ هغه په ټفټس پوهنتون کې د کوانټم کمپیوټر زدهکړه کوي. دا ښکلی کتاب ولولئ؛ ترڅو وپوهېږئ، چې څنګه سوله محفوظ په افغانستان کې له بشپړې انزوا څخه هلته ورسېده.»
نوموړې په خپل یادښت کې دارنګه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې خالدې پوپل کیسه هم شریکه کړې.
ملالې لیکلي: «هیڅوک له خالدې ډېر نه شي درک کولای، چې په ورزشي برخو کې برخه اخیستل ښځو ته د باور او د ازادۍ احساس ورکوي؛ هغه هم په یوې داسې ټولنه کې چې د هغوی هر ډول حرکت د نورو لهخوا کنټرولېږي.
له هغه راهیسې، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ونیو، د ښځینه لوبغاړو ژوند له ګواښ سره مخ و. خالدې د خپلې لوبډلې د پخوانیو ملګرو په اېستلو کې مرسته وکړه او هغوی ته یې هغه مهال ډاډ ورکاوه، چې دوی کولی شي په جلاوطنۍ کې خپل خوبونه ژوندي وساتي.»
طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او ښځو باندې لوړې زدهکړې او کاري بندیزونه لګولي او د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو هم دغه بندیزونه دوام لري.