د فلسطین روغتیايي چارواکي: په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۸

رویټرز خبري اژانس په فلسطین کې د روغتیایي چارواکو له حوالې خبر ورکړی، چې په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د شمالي غزې، غزې ښار، دېر البلا، خان یونس، د غزې تړانګې د مرکزي او سوېلي برخو په ګډون په ګڼو ځایونو کې د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې ډېری وژل شوي کسان ماشومان دي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې دغه بریدونه به د اړتیا له مخې دوام وکړي او له هوایي بریدونو هاخوا به وغځول شي؛ چې د دې شونتیا زیاتوي چې د اسراییل ځمکني ځواکونه به جګړه بیا له سره پیل کړي.
د فلسطین سرې میاشتې ټولنې بیا ویلي، چې د دوی ژغورونکو ډلې ۸۶ وژل شوي او ۱۳۴ ټپیان روغتون ته لېږدولي او پاتې نور بیا په شخصي موټرونو کې انتقال شوي دي.
د خان یونس په ناصر روغتون، د غزې په مرکزي تړانګه کې د الاقصی روغتون او د غزې ښار د الاهلي روغتون چارواکو وویل، چې په ټولیز ډول دوی ته شاوخوا ۸۵ مړي رسېدلي دي.
چارواکو دا هم ویلي، چې د غزې په سویلي برخه د رفح په سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي دي.
خو د غزې د روغتیا وزارت ویاند وویل، چې د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۰۰ ته لوړ شوی.
حماس وویل، اسراییل د اوربند تړون لغوه کړی چې له امله یې په غزه کې د ۵۹ یرغمل شویو کسانو برخلیک ناڅرګنده پاتې دی.
د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر حماس تورن کړی، چې د دوی د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو څخه یې انکار کړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف وړاندیزونه یې رد کړي دي.
په یوه بیان کې ویل شوي، چې اسراییل به له دې وروسته د حماس پر وړاندې د پوځي ځواک په پراخولو سره عمل وکړي.
له بل پلوه په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، چې اسراییل د بریدونو ترسره کولو دمخه د متحده ایالاتو ادارې سره مشوره کړې وه.
د سپینې ماڼۍ ویاند برایان هیوز وویل:« حماس کولای شو، چې د اوربند د غځولو لپاره یرغمل خوشې کړي؛ خو پرځای یې انکار او جګړه غوره کړه.»
په غزه کې عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي، اسراییلي ټانکونو د غزې په سوېلي برخه کې د رفح په سیمو ډزې وکړې چې ډېری کورنۍ یې د کورونه پرېښودو ته اړ اېستې.
حماس د اوربند تړون د شرایطو سره سم، د جګړې د دایمي پای ته رسېدو او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره پر خبرو اترو ټینګار کاوه.
حماس ویلي:« موږ غوښتنه کوو، چې منځګړي دې نتنیاهو او اسراییلي اشغالګر په بشپړ ډول د تړون د سرغړونې مسوول وګڼي.»

خو له بل پلوه بیا د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې هغه پوځ ته لارښوونه کړې چې په غزه کې د حماس پر وړاندې پیاوړي ګامونه واخلي او دغه ډله یې د بندیانو د خوشې کولو څخه د انکار او د اوربند په اړه د اسراییل د وړاندیزونو سره د هوکړې په نه کولو تورنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو