د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو پر اقداماتو بحث وکړ او سپینې ماڼۍ وویل چې د دوی تلیفوني خبرې ښه روانې دي.
ټرمپ هیله لري چې پوتین دې ته قانع کړي چې د امریکا له خوا وړاندیز شوی ۳۰ ورځنی اوربند ومني او د درۍ کلنې جګړې دایمي حل ته نږدې شي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې دواړه مشران په تلیفون بوخت دي.
د سپینې ماڼۍ مرستیال مشر ډان سکاوینوپر خپل اېکس ولیکل، « خبری ښه روانې دي او لا هم دوام لري».
په دې اړه د کرملین له خوا سمدستي تبصره نه ده شوې.
اوکراین له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو سترې جګړې اوربند ته چمتووالی ښودلی.
پوتین تیره اونۍ ویلي و چې په اصولو کې د واشنګټن د ۳۰ ورځني اوربند له وړاندیز سره موافق دی، خو د جګړې دوام به هغه وخت پای ته ورسیږي چې ځینې مهم شرایط بشپړ شي.
ټرمپ هیله لري چې د اوږدمهاله سولې لپاره پرمختګ یقیني کړي، خو د ټرمپ-پوتین خبرو د امریکا سنتي متحدین اندیښمن کړي دي.
اوکراین او د هغه لوېدیځ متحدین د روسیې یرغل د امپریالیستي ځمکني غصب په نوم یادوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پوتین تورن کړی چې جګړه عمداً اوږدوي.زیلینسکي ټینګار کړی چې د اوکراین ملي حاکمیت د مذاکرې وړ نه دی او روسیه باید هغه سیمې تسلیم کړي چې اشغال کړې یې دي.
د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون در لاین د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې روسیې خپل نظامي-صنعتي ظرفیتونه پراخ کړي، څو له اروپايي دیموکراسۍ سره راتلونکو شخړو ته چمتو شي.
پوتین ادعا کوي چې د ناټو پراخیدل د روسیې امنیت ته ګواښ دی او غوښتنه یې کړې چې اوکراین باید د ناټو د غړیتوب غوښتنه بنده کړي.
ټرمپ د خپلې واکمنۍ له پیله له روسیې سره د اړیکو ښه کولو هڅه کړې، خو په دې وروستیو کې د کرملین پر ضد د زیات فشار نښې هم لیدل شوې.