د کرملین ماڼۍ اعلان وکړ، چې له ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر له وړاندیز سره موافقه کړې، چې د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو دې د ۳۰ورځو لپاره دوه اړخیز بریدونه ودروي او د روسیې پوځ ته یې امر وکړ چې دا کار عملي کړي.
کرملین ټینګار کړی، چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د لېږد د بندولو غوښتنه کړې او د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندېدل یې یوې موافقې ته د رسېدو اساسي شرط ګڼلی دی.
په دې ټلیفوني خبرو کې پوتین د چهارشنبې په ورځ له ۱۷۵ اوکرایني بندیانو سره د ۱۷۵روسي بندیانو د تبادلې اعلان هم وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو پر اقداماتو بحث وکړ.
اوکراین له دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې تر ټولو سترې جګړې اوربند ته چمتووالی ښودلی.
پوتین تېره اونۍ ویلي و، چې په اصولو کې د واشنګټن د ۳۰ ورځیني اوربند له وړاندیز سره موافق دی، خو د جګړې دوام به هغه وخت پای ته ورسېږي چې ځینې مهم شرایط بشپړ شي.
اوکراین او د هغه لوېدیځ متحدین د روسیې یرغل د امپریالیستي ځمکني غصب په نوم یادوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پوتین تورن کړی، چې جګړه عمداً اوږدوي.
زېلېنسکي ټینګار کړی، چې د اوکراین ملي حاکمیت د مذاکرې وړ نه دی او روسیه باید هغه سیمې تسلیم کړي چې اشغال کړې یې دي.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فون در لاین د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې روسیې خپل نظامي-صنعتي ظرفیتونه پراخ کړي، څو له اروپايي ډېموکراسۍ سره راتلونکو شخړو ته چمتو شي.
پوتین ادعا کوي، چې د ناټو پراخېدل د روسیې امنیت ته ګواښ دی او غوښتنه یې کړې، چې اوکراین باید د ناټو د غړیتوب غوښتنه بنده کړي.