جرمني پلان لري چې انالینا بیربوک د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرۍ ته نومانده کړي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۸

جرمن چارواکي وایي، چې دغه هېواد پلان لري څو د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک له ۲۰۲۵ کاله تر ۲۰۲۶ پورې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشرې په توګه وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو کې سرچینو ویلي، د هغې ټاکنه یوازې یو رسمي ګام بلل کېږي.

بیربوک به د جون په پیل کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له‌خوا وټاکل شي او د سپټمبر په میاشت کې به خپله یو کلنه دوره پیل کړي.

کله چې د محافظه کاروانو او سوسیال ډېموکراتانو ترمنځ نوی اېتلافي حکومت جوړ شي، نو د زرغون (ګرین) ګونډ دغه سیاستواله به ژر تر ژره د بهرنیو چارو وزیرې له دندې استعفا ورکړي.

که چېرې هغې د ملګرو ملتونو دا دنده ومنله، نو بیربوک به د جرمني د پارلمان (بونډسټاګ) غړیتوب څخه هم باید استعفا ورکړي.

د عمومي اسمبلۍ د مشرۍ دنده دا ده، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې تنظیم او مشري یې وکړي.

بیربوک غواړي، چې د مې په میاشت کې په نیویارک کې د دې دندې لپاره خپل پلانونه وړاندې کړي.

هغه به د کامرون د پخواني لومړي وزیر فیلومون یانګ ځای ونیسي.

د حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د جرمني دا پرېکړه له ملګرو ملتونو سره د دې هېواد قوي ژمنتیا ښيي.

د امنیت شورا د پرله‌پسې بندیزونو له امله د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په وروستیو کلونو کې لا مهمه شوې ده.

د دې دندې لپاره د جرمني د یوه ځواکمن سیاستوال ټاکل د ۲۰۲۷تر ۲۰۲۸ کلونو پورې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړیتوب لپاره د جرمني د نوماندۍ یوه مهمه برخه بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو