اروپایي ټولنې د ازادۍ راډيو بندېدل اندېښمنونکی وباله، خو له تمویل یې انکار وکړ

AP ۱۴۰۳ کب ۲۷

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس وویل، چې د امریکا له خوا د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو لپاره د تمویل بندولو پرېکړه "اندېښمنونکې" ده، خو دا بلاک نه شي کولی په اتوماتيک ډول د رسنیو د تمویل په برخه کې د متحده ایالاتو ځای ونیسي.

تر دې وړاندې د چک د بهرنیو چارو وزیر یان لیپاوسکي اعلان وکړ، چې د دوشنبې په ورځ به په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د ژغورلو موضوع راپورته کړي.

نوموړي وویل، « دا زموږ په ګټه ده چې زموږ شاوخوا سیمه د استبدادي رژیمونو تر واک لاندې رانشي. له همدې امله، موږ باید د دې ادارې د ساتنې لپاره د ګامونو اخیستلو په اړه خبرې وکړو».

خو د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۷مه په بروکسل کې له خبریالانو سره په یوه مرکه کې وویل: "د ازادې اروپا راډیو تل د ډېموکراسۍ لپاره یوه رڼا وه او ډېره ارزښتناکه ده."

نوموړې ویلي، چې که څه هم دا رسنۍ ارزښتناکه ده، خو موږ یې د تمویل لپاره اقدام نشو کولی.

د ازادې اروپا راډیو د سړې جګړې پر مهال تاسیس شوه، چې د شوروي اتحاد پروپاګند ته متقابل ځواب ووايي.

دا مهال د دې راډیو تمرکز په مستبدانه حکومت لرونکو هېوادونو لکه روسیه، چین او ایران دی.

دغې رسنۍ په پیل کې خپل فعالیت د جرمني په مونشن کې پیل کړ، خو له ۱۹۹۵ کال راهیسې یې مرکز د چک په پلازمېنه پراګ کې دی.

دا راډیو په ۲۳ هېوادونو او ۲۷ ژبو خپرونې کوي او هره اونۍ یې۵۰ میلیونه خلک اوري.

۱۷۰۰ ژورنالیستان چې ډېری یې خپلواک خبریالان دي، د دې رسنۍ لپاره کار کوي.

ټرمپ د جمعې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ، چې د متحده ایالاتو د نړۍوالو رسنیو ادارې (USAGM) بودجه په پراخه کچه کموي.

سپینې ماڼۍ وویل، دا پرېکړه به دا باوري کړي چې « د امریکا مالیه ورکوونکي نور د افراطي پروپاګند لپاره پیسې ور کولو ته اړ نه شي».

په فرمان کې راغلي، چې دا اداره د « د فډرالي بیوروکراسۍ هغه عنصر دی، چې ولسمشر یې غیر ضروري بولي».

سره له دې چې دا رسنۍ د امریکا له حکومتي بودجې تمویلېده، خو بیا یې هم خپلواکي ساتلې وه.

دا خپلواکي د ټرمپ لپاره د نارضایتۍ لامل شوې وه، ځکه هغه د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال غوښتل، چې دا رسنۍ د ده سیاستونه وستایي.

د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال نوموړي هڅه وکړه، چې د حکومت له خوا تمویلېدونکې رسنۍ د خپلې اجنډا ملاتړ ته اړ باسي.

نور خبرونه

رادیو