ډونالډ ټرمپ: له پوتین سره به په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو په اړه خبرې وکړم

AP ۱۴۰۳ کب ۲۷

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې سبا (سې شنبه) به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، ولسمشر ټرمپ له فلوریډا څخه واشنګټن ته په الوتنه کې خبریالانو ته وویل:« زه غواړم وګورم، چې ایا موږ کولای شو دغه جګړه پای ته ورسوو.»

هغه زیاته کړې:« کېدای شي موږ پر دې وتوانېږو، چې یاده جګړه پای ته ورسوو او یا هم پر دې کار ونه توانېږو؛ خو زه داسې فکر کوم، چې موږ یو ښه چانس د جګړې د پای ته رسولو لپاره لرو.»

د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ هڅه کوي چې په اوکراین کې د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ملاتړ ترلاسه کړي.

اوکراین تېره اوونۍ په سعودي عربستان کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو پر مهال له دغه وړاندیز سره هوکړه کړې وه.

رویټرز لیکلي، چې د کرملېن ماڼۍ لا تراوسه د ټرمپ د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

داسې ویل کېږي، چې په دې وروستیو ورځو کې مسکو او واشنګټن په اوکراین کې د ۳۰ ورځني اوربند د وړاندیز په اړه غیرمستقیمې خبرې اترې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو