د اېنبيسي ټلویزیون د یوې نوې نظرپوښتنې په ترسره کولو سره ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ نوې دورې په تېرو درېیو میاشتو کې د امریکایانو د خوښې لوړې کچې ته رسېدلی او خلک په دې باور دي د ټرمپ نوې پالیسۍ سره یې هېواد سم لور ته روان دی.
د دغې نظرپوښتنې د پایلو له مخې چې څو ورځې وړاندې اعلان شوې، ډېری امریکایي وګړي په دې خوښ او باوري دي چې ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو په مهمو مسایلو کې سم بدلونونه راوستي دي.
د نظرپوښتنې له مخې، ۴۱سلنه امریکایي وګړي د ټرمپ د سوداګریزو تګلارو او تعرفو ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده، چې ۳۸سلنه وګړي د دې تګلارو مخالف دي.
د ټرمپ د سوداګریزو تګلارو او نویو تعرفو څخه د ۴۱ سلنه امریکایانو ملاتړ، په داسې حال کې چې د اېنبيسي ټلویزیون په پخوانیو نظرپوښتنو کې یې نه لاره؛ د ولسمشر ټرمپ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.
همدا راز ۵۶ سلنه امریکایان د ټرمپ د ادارې له سرحدي تګلارو سره موافق دي او ۴۷سلنه یې د حکومت د لګښتونو د کمولو لپاره د هغه اقدامات ګټور بولي.