د پنټاګون نوی ویاند: طالبانو ته د افغانستان سپارل زما لپاره ډېره دردونکې وه

AP ۱۴۰۳ کب ۲۷

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون نوی ویاند شان پارنل وايي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ټول مسوولان به له ځواب‌ویلو سره مخ شي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) په خپل لومړي خبري کنفرانس کې خبریالانو ته زیاته کړې، چې طالبانو ته په دې ډول د افغانستان سپارل د هغه لپاره ډېره دردونکې وه.

پارنل له افغانستانه د امریکا د وتلو پر ستراتیژۍ د نیوکې ترڅنګ وايي، ولسمشر ټرمپ او د دفاع وزیر دا بیخي درک کوي چې کله امریکا یوې جګړې ته ښکېله کېږي، اخلاقي دنده لري څو یو مشخص وروستی هدف، د وتلو روښانه ستراتیژي او د بري دقیق تعریف ولري.

د هغه په وینا، کله چې امریکا جګړې ته دننه کېږي، باید په پرېکنده ډول بری ترلاسه کړي، له دې پرته به د امریکايي سرتېرو یو نسل له ځانه وپوښتي: «دې ټولو جګړو څه پایله له ځان سره لرله؟»

پارنل همداراز ویلي، یوازې ده د افغانستان په جګړه کې خپل ۳۰ ملګري له لاسه ورکړي او اوس له ځانه پوښتي، چې د دې ټولو قربانیو په بدل کې څه ترلاسه شوي دي؟

نوموړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ټولو مسوولانو پر ځواب‌ویلو ټینګار کړی او زیاتوي: «که یو سرتېری خپله وسله ورکه کړي، هغه به ځواب ورکوي. له همدې امله ټول معیارونه باید پر لوړپوړو پوځي چارواکو پلي شي.»

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپانونو پرمهال ویلي و، چې له افغانستانه د وتلو ټول عاملین به له دندو ګوښه کړي.

هغه په وار-وار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له امله پر جو بایډن د نیوکو ترڅنګ ټینګار کړی و، چې دا نامسوولانه وتل باید و ارزول شي.

نور خبرونه

رادیو