پر غزې د اسراییل په وروستیو بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۶

په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

د دې سیمې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، دا بریدونه داسې مهال شوي چې عربي او امریکایي منځګړي د اسراییل او حماس ترمنځ د یوه نازک اوربند د ټینګولو لپاره کار کوي.

فلسطيني چارواکي وايي، د جنورۍ د ۱۹مې له اوربند سره - سره چې په غزه کې يې د پراخې جګړې مخه نيولې وه، د اسرایيل په ډزو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي دي، چې د اوربند له نافذېدو راهیسې د دوی ځواکونو د "ترهګرو" له خوا خپلو سرتېرو ته نږدې د کېدو یا د بمونو اېښودلو د ګواښونو د مخنیوي لپاره عکس العمل ښودلی دی.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي، چې وروستۍ ډېرې وژنې د شنبې په ورځ هغه مهال وشوې چې د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په ښارګوټي کې د اسراییل په هوايي برید کې د څلورو خبریالانو په ګډون نهه فلسطینیان ووژل شول.

د اسراییل پوځ ادعا کوي، چې شپږ وژل شوي کسان د حماس او د اسلامي جهاد د وسله والو ډلو غړي دي.

ویل شوي، چې ځینو اورپکو د "خبریالانو تر پوښښ لاندې" فعالیت کاوه.

د غزې د حکومتي رسنیو د دفتر مشرې سلامه معروف ویلي، چې د پېښې په اړه د پوځ په بیان کې د هغو کسانو نومونه هم شامل دي چې حاضر نه وو.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د شنبې په ورځ د اسراییل په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه څلور نور فلسطینیان وژل شوي دي.

په غزه کې دوامداره وژنې د قطر، مصر او متحده ایالاتو په منځګړیتوب د درې اړخیزه اوربند تړون کمزوري په ګوته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې حماس مخکې ویلي و چې دوی به یوازې د دویم پړاو له مخې چې ټاکل شوې وه د مارچ په دویمه پیل شي، د یرغمل شویو کسانو خوشې کول بیا پیل کړي.

نور خبرونه

رادیو