نریندرا مودي: هرځای چې ترهګري کیږي پل یې پاکستان ته رسیږي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۶

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وايي، د هند او پاکستان اړیکې د ایډیالوژیکو اختلافاتو له امله نه، بلکې د ترهګریز ذهنیت له امله ترینګلې دي او دا مهال پاکستان د نړۍ لپاره د ګډوډۍ مرکز ګرځېدلی.

مودي له امریکا میشتي پاډکاسټر او د مصنوعي ځیرکتیا له څیړونکي لیکس فریډمن سره په مرکه کې وویل، چې پاکستان اوس یوازې د هند لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د ګډوډۍ مرکز ګرځیدلی دی.

مودي د پاکستان او هند د راتلونکو اړیکو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د دې اړیکو ښه کیدل یوازې د ذهنیت د بدلون او رغنده خبرو اترو له لارې ممکن دي.

هغه روښانه کړه چې د قوي ایډیالوژیکو توپیرونو او دولتي تمویل شوې ترهګرۍ ترمنځ باید توپیر وشي. مودي زیاته کړه، « دا مه ګډوئ چې دا اختلافات یوازې ایډیالوژیک دي. کوم ډول ایډیالوژي په وینې تویولو او ترهګرۍ صادرولو وده کوي؟ او موږ د دې ګواښ یوازیني قربانیان نه یو. هر ځای چې ترهګري کیږي پل یې پاکستان ته رسیږي».

مودي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونه یاد کړل او ویې ویل، « د دغو بریدونو اصلي طراح اسامه بن لادن له کوم ځایه راښکاره شو؟ هغه په پاکستان کې پناه اخیستې وه».

مودي وویل چې نړۍ اوس دا حقیقت درک کړی، چې ترهګري او د ترهګرۍ ذهنیت په پاکستان کې ژورې ریښې لري.

هغه زیاته کړه، « پاکستان یوازې د هند لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د ګډوډۍ مرکز دی. موږ تل ورته ویلي چې د دې لارې پایله څه ده؟ موږ ورته ویلي چې د دولتي تمویل ترهګرۍ څخه لاس واخلي. موږ پوښتلي چې تاسې په دې څه ترلاسه کوئ، چې خپل هېواد قانون نه منونکو ډلو ته سپارئ».

مودي وویل، « زه حتا شخصاً د سولې لپاره لاهور ته لاړم، خو زموږ د سولې هره هڅه له دښمنۍ او خیانت سره مخ شوه».

هغه هیله وښوده چې پاکستان به د سولې لاره غوره کړي، « زه باور لرم چې د پاکستان خلک هم د امن هیله لري، ځکه هغوی به هم له دوامداره ناورین، شخړو او ترهګرۍ ستړي شوي وي، هغوی به هم له دې ستړي وي چې ماشومان یې بې ګناه وژل کیږي او د خلکو ژوند تباه کیږي».

نور خبرونه

رادیو