د برېتانیا حکومت د بي بي سي نړۍوال سرویس لپاره د بودیجې کمولو په اړه غور کوي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۶

د برېتانیا حکومت د بودیجې د بیاکتنې د یوې برخې په توګه د BBC نړۍوال سرویس ته د بودیجې کمولو په اړه غور کوي.

د بي بي سي عمومي رییس ټیم ډیوي اعلان وکړ، چې سازمان چمتو دی څو د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره د دې پرېکړې په پایلو خبرې وکړي.

هغه د برتانیې د پارلمان د نړۍوالې پراختیا، کلتور او بهرنیو چارو د کمېټو مشرانو ته په یوه لیک کې لیکلي: "په وروستیو ورځو کې، له موږ څخه غوښتل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت سره د نړۍوالو پراختیایي تمویلونو د کمولو اغېزو په اړه د نورو ښکېلتیا لپاره چمتووالی ونیسي."

د بي بي سي نړۍوال سرویس د بودیجې لویه برخه د حکومت د رسمي بهرنیو مرستو بودیجې څخه ورکول کېږي.

تر دې مخکې د برېتانيا حکومت اعلان وکړ، چې د خپلو بهرنيو مرستو بودیجه به کمه کړي.

حکومتي چارواکو ویلي دي، چې د بي بي سي نړۍوال سرویس ته د تمویل کمول یو له هغو انتخابونو څخه دی، چې په پام کې نیول کیږي خو تر اوسه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

د برېتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر تېره میاشت اعلان وکړ ،چې له ۲۰۲۷ کال څخه د خپل هېواد د پوځي لګښتونو د زیاتولو لپاره به د برېتانیا بهرنۍ مرستې کمې کړي.

چارواکي اوس په دې لټه کې دي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې د هېواد په رسمي نړۍواله پرمختیایي بودیجه کې شاوخوا شپږ میلیارد پونډه سپما کړي.

د بي بي سي نړۍوال سرویس یو نړۍوال خبري سرویس دی، چې د راډیو، ټلویزیون او انلاین پلیټ فارمونو له لارې په انګلیسي، فارسي او شاوخوا ۴۰ نورو ژبو فعالیت کوي.

نور خبرونه

رادیو