بلوچستان کې د پوځ پر موټریز کاروان ځانمرګي برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۶

د بلوچستان ایالت په نوشکي ولسوالۍ کې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني پوځیانو پر کاروان وربرابر کړ، چې د چاودنې په پایله کې یې ۱۱تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

د پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د راپور له مخې، د پاکستاني پوځیانو دغه کاروان چې پکې اوه ټرانسپورټي بسونه او دوه موټرې شاملې وې؛ له کوټې څخه د بلوچستان تفتان سیمې ته پر لاره و.

د راپور پر بنسټ، تر برید وروسته وسله‌والو د پاکستاني ځواکونو پر یو موټر توغندی وېشتی.

په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي؛ خو زیاته شوې چې ټپیان یو سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلوڅو ازادۍ غوښتونکي پوځ د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې د دوی د مجید لېوا یوه ځانمرګي بریدګر دغه برید کړی دی.

بلوڅ بېلتون پاله وسله‌والو ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې نږدې «۹۰ تنه پاکستاني پوځیان» وژلي دي؛ خو لا تر اوسه د پاکستان پوځ د دغه ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو پوځ څو ورځې وړاندې د بلوچستان په بولان ایالت کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي برید کې ۳۰۰ پاکستاني پوځیان تر برمته کېدو وروسته ووژل.

د‌ پاکستان پوځ بیا ویلي، چې ټول برید کوونکي یې وژلي وو او لسګونه مساپر یې هم د بلوڅ بېلتون پالو له منګولو ژغورلي.

بلوڅ بېلتون پالو په دې وروستیو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د پاکستان پوځ ادعا لري، چې د رېل ګاډي د برید پر مهال د دغه ډلې بریدګر په افغانستان کې له خپلو مشرانو سره په اړیکه کې وو.

په بلوچستان کې بیا په یوې بله پېښه کې وسله‌والو یوه ښځه په ډزو وژلې ده.

د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې ناپېژانده وسله‌والو پر یو موټر ډزې وکړې او هڅه یې کوله یو ځایي وګړي وتښتوي؛ خو هغې مېرمنې یې مخنېوی کاوه، چې وسله‌والو په ډزو ووژله.

په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې په بې سارې توګه نا امنۍ مخ په پراخېدو دي او د پاکستان حکومت یې پړه پر افغان طالبانو ور اچوي.

په افغانستان کې واک ته دطالبانو له رسېدو وروسته داسې ښکاري، چې په سیمه کې وسله‌وال فعالیتونه مخ په ډېرېدو دي او «ټي‌ټي‌پي» بیا پښتونخوا کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

نور خبرونه

رادیو