په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ۳۷ لوی او واړه بریدونه شوي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۶

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې نږدې ۳۷ بریدونه شوي چې پکې وسله‌والې نښتې، بمي چاودنې او د لاسي بمونو پېښې شاملې دي.

د سرچینو په خبره، به دغو بریدونو کې یوازې پښتونخوا کې ۲۳ کوچني او لوی بریدونه شوي، چې له ډلې یې ۹ یوازې بمي چاودنې دي.

په دغو چاودنو کې یوه هم د پېښور په اورمړو سیمه کې د شنبې مازیګر په یوه ځايي جومات کې پر مشهور دیني عالم مفتي منیر شوې ده. په یاده پېښه کې نوموړی وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.

سرچینې وايي، تېره شپه ناوخته نامعلومه وسله‌والو د خېبر پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې د مېچنۍ دروازې د پولیسو پر پوستې وسله‌وال برید کړی و چې نږدې یو ساعت یې دوام وکړ.

په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی او وسله‌وال په شاه تنبول شوي دي.

هم‌مهاله بیا په کرک ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې حوزې وسله‌والو بریدونه کړي؛ خو د مرګ ژوبلې کره جزییات یې لا نشته.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د باجوړ ولسوالۍ د پولیسو پر یو موټر د وسله‌والو برید کې یو تن پولیس او درې ملکیان ټپیان شوي دي.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنۍ مخ په پراخېدو دي، چې له امله یې د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون پوځي چارواکي سخت وارخطا شوي دي.

بلوڅ بېلتون پالو په بلوچستان کې څو ورځې وړاندې د جعفر اېکسپرېس نومې پر یوه رېل ګاډي لوی وسله‌وال برید وکړ، چې د ادعا له مخې یې پکې د پاکستان د امنیتي ادارو د ۳۰۰کارکوونکي تر برمته کېدو وروسته وژلي دي.

بل خوا د پاکستان پوځ بیا ویلي، چې د بلوڅ بېلتون پالو یاد برید یې په شاه تنبولی و او لسګونه وسله‌وال یې هم ورته وژلي دي.

بلوچستان کې تر ډېره بلوڅ بېلتون پاله جنګي ډلو خپل فعالیتونه پراخ کړي‌ او په خېبر پښتونخوا کې بیا «ټي‌ټي‌پي» وروسته تر هغې سترګې وکړې، چې افغان طالبانو پر کابل واک ترلاسه کړ.

د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالي هره ورځ د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني پوځیانو سره نښتي وي او د فعالیتونو د پراخېدو ادعاوې کوي.

پاکستان بیا افغان طالبانو ته ګوته نېسي، چې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون یې د دوی ضد وسله‌والو ته په افغانستان کې پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پر دوی بریدونه پلانوي؛ خو افغان طالبان بیا نه یوازې چې دا ادعاوې ردوي بلکې وايي، روانه نا امني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د پښتونخوا سیاست‌وال د پاکستان پر مرکزي حکومت او پوځ نیوکه کوي‌، چې د ناسمو تګلارو له کبله یې پښتونخوا د جګړې په نامعلومه اور کې سوځي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي حیدر خان هوتي تازه دا هم ویلي، چې پختونخوا کې وینې بهېږي؛ خو ایالتي حکومت سوله نه غواړي او سیاست کوي.

نور خبرونه

رادیو