د جمعیت علماء اسلام (سميع الحق ګوند) مرکزي شورا د خپل مخکیني مشر حامد الحق زوی مولانا عبدالحق ثاني د ګوند نوی مشر وټاکه.
دا پرېکړه په اکوړه خټک کې په یوه ځانمرګي برید کې د هغه د پلار مولانا حامد الحق له وژل کېدو وروسته کیږي.
د ګوند د مشر په توګه د هغه غوراوی په اکوړه خټک کې د مولانا سمیع الحق په دارالعلوم حقانیه کې د جمعیت علماء اسلام مرکزي اجرائیه شورا په غونډه کې شوی.
د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، په دې غونډه کې مفتي حبیب الرحمن د ګوند د سرپرست مشر په توګه وټاکل شو او مولانا حزامه سمیع، چې د مولانا سمیع الحق زوی دی، د ګوند د اطلاعاتو مسوول ټاکل شوی.
د غونډې ګډونوالو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې پر وروستیو ناامنیو او پر دیني عالمانو د بریدونو له امله اندېښنه ښودلې ده.
دوی دغه راز د مولانا حامد الحق د قاتلانو د نیولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې حکومت دې د دې پېښې عاملان ونیسي او محکمې ته دې یې وسپاري.
د ګوند غړو ژمنه وکړه چې د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره به خپله مبارزه دوامداره ساتي او د امنیتي ستونزو پر وړاندې به خپل یووالي ساتي.