د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د یمن پر حوثي وسلهوالو د پراخو هوايي بریدونو امر ورکړ، چې پکې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي.
د ایران ملاتړ لرونکې دغه ډله وروسته له هغې په نښه شوه، چې د سره سمندر پر سوداګریزو بېړیو یې بریدونه وکړل.
د حوثیانو تر واک لاندې سرچینو رویټرز ته ویلي، چې د امریکا په دغو تازه هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ همداراز ایران ته چې د حوثیانو ستر ملاتړی ګڼل کېږي، خبرداری ورکړی چې په سملاسي توګه باید د دغه ډلې له ملاتړ څخه لاس واخلي.
نوموړي وویل:« که ایران امریکا ته ګواښ پېښ کړي، موږ به یې پوره مسوول وګڼو او دا ځل به زموږ چلند کې نرمښت نه وي».
یو امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې دغه بریدونه ښايي څو اوونۍ دوام وکړي او دا د ټرمپ د واکمنۍ له پیله تر ټولو لوی پوځي عملیات ګڼل شوي دي.
د حوثیانو تر واک لاندې روغتیا وزارت ویلي، چې د امریکا په بریدونو کې « ۱۳ ملکي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان» شوي دي.
د المسیره ټلوېزیون د راپور له مخې، په صعده ولایت کې هم د امریکا د هوايي بریدونو له امله ۱۱ تنه چې ۴ ماشومان او یوه ښځه پکې شامل دي هم وژل شوي او ۱۴ تنه ټپیان دي.
حوثي ډلې دغه بریدونه «جنگي جنایت» بللی او ویلي یې دي، چې د هر ډول تاوتریخوالي ځواب به په ورته ورکړي.
د حوثیانو غبرګون او د سره سمندر وضعیت
حوثیان چې د یمن ګڼې سیمې یې تر ولکې لاندې دي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې د سوداګریزو بېړیو پر ضد یې لسګونه بریدونه ترسره کړي دي.
دغه بریدونو نړۍوالې سوداګرۍ ته جدي ګواښونه پېښ کړي او امریکا یې اړه کړې، چې د حوثیانو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د مخنیوي لپاره پراخ پوځي عملیات وکړي.
د امریکا دفاع وزارت (پینټاګان) ویلي، چې له ۲۰۲۳ راهیسې حوثیانو « ۱۷۴ ځله د امریکا پر پوځي بېړیو او ۱۴۵ ځله پر سوداګریزو بېړیوو» بریدونه کړي دي.
د امریکا د دفاع وزیر پېت هګزت وویل: «موږ به د حوثیانو بریدونه ونه زغمو او ایران باید پوه شي چې موږ کرار ناست نه یو».
ټرمپ هم خبرداری ورکړی:« که حوثیان خپل بریدونه ودروي، ښه به وي که نه نو داسې اور به پرې خوشې کړو چې لا یې نه دی لیدلی».
د ایران غبرګون
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا بریدونه غندلي او ویلي یې دي:« امریکا د ایران د بهرني سیاست د کنټرول صلاحیت نه لري.»
نوموړي پر اېکس لیکلي:« امریکا باید د اسراییل له ملاتړه لاس واخلي او د یمن د خلکو وژنه ودروي».
د ایران چارواکو اندېښنه ښودلې، چې د امریکا وروستي اقدامات به د ایران پر ضد کورني اعتراضونه هم زیات کړي.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روسیې له وزیر سرګي لاوروف سره خبرې کړې، چې ښيي امریکا غواړي له روسیې سره اړیکې تنظیم کړي.
دا په په داسې حال کې ده، چې مسکو د اوکراین په جګړه کې د ایران وسلو ته په ځانګړې ډول توغندیو او د ډرون الوتکو مرستې ته اړتیا لري.