د نوي ښوونیز کال په درشل کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې له زدهکړو د نجونو منع کول، د ټولنې پرمختګ ته لوی خنډ دی چې ځوانان او کورنۍ کډوالېدو ته اړ باسي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي:« درې کاله وشول، چې زموږ د هېواد نجونې د خپلو ښوونځیو زنګ ته په انتظار، له دې خوښۍ بې برخې پاتې شوې دي.»
هغه یو وار بیا په طالبانو غږ کړی، چې «د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي؛ څو دوی هم وکولای شي د خپلو وروڼو په څېر تعلیم یافته شي او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره هڅه وکړي.»
هغه زیاته کړې، چې زدهکړه یوازې یو حق نه دی؛ بلکې دا د هېواد د سوکالۍ، عزت او بقا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نن ۱۲۷۶مه ورځ ده چې د شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بې برخې شوې او بیا ۸۱۶مه ورځ ده چې نجونې له لوړو زدهکړو بې برخې شوې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق بیا تر دې څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا لګېدلي بندیز نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې اغېزمنې کړې دي.
په دغې لیکنه کې راغلي و، چې سږکال ۳۸زره نجونو شپږم ټولګی بشپړ کړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دوی نه شي کولای، چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.