پاکستاني حکومت په ټانک ولسوالۍ کې ګرځبندیز ولګاوه

AP ۱۴۰۳ کب ۲۶

د خیبر پښتونخوا ایالت دټانک ولسوالۍ مرستیال کمشنر اعلان وکړ، چې ددې ولسوالۍ له کاوړ سیمې نه تر جنډولې پورې پر هر ډول تګ راتګ بندیز دی.

په خپاره شوي مکتوب کې راغلي، چې د ټانک ولسوالۍ د مرستیال کمیشنر دفتر د قانون پلي کوونکو ادارو د غوښتنې پر بنسټ د امنیتي ګواښونو له امله دکاوړ قلعې، منزۍ، خیرګي، کړي وام اوجنډولې ترمنځ لارې باندې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له۱۷مې وروسته د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې پر تګ او راتګ بشپړ ګرځبندیز دی.

د رسمي خبرتیا له مخې، له کاوړ قلعې، ګومل، ګرداوي څخه تر واڼه پورې لارې به د هر ډول ترافیک لپاره خلاصې وي.

ځايي ادارې له خلکو غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د ګرځبندیز په موده کې له سفره ډډه وکړي.

یاده خبرتیا اړوندو ادارو ته، چې د کورنیو چارو او قبایلي چارو څانګه، د دیره اسماعیل خان کمیشنر، سیمه‌ییز پولیس او پوځي چارواکي پکې شامل دي، استول شوې څو د ګرځبندیز د تدابیرو کلک تطبیق یقیني شي.

د ګرځبندیز پر لاره ډېری د جنوبي وزیرستان د مسیدو او برکي قبیلو وګړي تګ او راتګ کوي.

پاکستاني طالبان چې اکثریت د مسیدو قبیلې اړوند دي، د جنډولې، خیرګۍ او منزۍ له لارې ټانک او دیره اسماعیل خان ته تګ او راتګ کوي.

جنډوله سیمه تېره اونۍ د یوه ډله ییز ځانمرګي برید شاهده وه، چې ویل کیږي لس ځانمرګي بریدګر پکې وژل شوي او د پاکستان امنیتي ځواکونو ته پکې سطحي زیان رسېدلی.

نور خبرونه

رادیو