د حوثي یاغیانو د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د شنبې په شپه د یمن په څو ښارونو باندې د امریکا او برېتانیا د هوایي بریدونو له امله د مړو شمیر ۳۱ تنو ته رسېدلی او ۱۰۱ نور ټپیان شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.
د دغه وزارت ویاند انیس الاصبهي ویلي دي: «د امریکا د تېري شنبې په ورځ د صنعا، صعده، البیضاء او رعاع په سیمو کې د ملکي خلکو او استوګنو سیمو په نښه کولو سره د ولسي وګړو د قتل عام په نتیجه کې ۱۳۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۳۱ تنه وژل شوي او ۱۰۱ نور ټپیان شوي چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي.»
هغه زیاته کړه، چې ارقام "لومړني دي، ځکه چې د ملکي ځایونو په نښه کولو لپاره د متحده ایالاتو د هوایي بریدونو له لړۍ وروسته د قربانیانو د موندلو هڅې دوام لري."
اصبهي دغه بریدونه وغندل او دا یې د ټولو نړۍوالو قوانینو او کنوانسیونونو ښکاره سرغړونه وبلله.
حوثي یاغیانو د مارچ په اوومه اسراییل ته خبرداری ورکړ، چې په څلورو ورځو کې دې غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسولو اجازه ورکړي او یا به له دغه هېواد سره د تړلو بېړیو په وړاندې د نویو سمندري عملیاتو سره مخامخ شي.
یاده دې وي، چې امریکا په یمن کې له هغه وخت راهیسې پر حوثي یاغیانو هوايي بریدونه پیل کړي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ، چې که د ایران په ملاتړ ډله د سره سمندرګي پر بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي "دوزخ به یې ځای کړي".
حوثي یاغیانو د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې په سور سمندر کې د اسراییل اړوند بېړیو باندې د توغندیو او ډرون په وسیله بریدونه کوي، چې دې بریدونو نړۍوال تجارت ګډوډ کړی.
دغې ډلې د جنورۍ په میاشت کې د اسراییل او حماس تر منځ په غزه کې له اوربند وروسته دغه بریدونه ودرول، خو ګواښ یې وکړ چې که اسراییل غزې ته د مرستو رسولو لړۍ ودروي نو بریدونه به بیا پیل کړي.