سېنټکام: په عراق کې مو د داعش د نړۍوالو عملیاتو مشر وژلی دی

AP ۱۴۰۳ کب ۲۵

د امریکا مرکزي قوماندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عراق په الانبار کې یې د هوایي برید په ترڅ کې د داعش دویم لوړپوړی او د دوی د نړۍوالو «ترهګریزو» عملیاتو مشر عبدالله مکي مصلح الرفاعي چې په ابو خدیجه مشهور و؛ وژلی دی.

سنټیکام ویلي، چې له برید وروسته دوی او عراقي ځواکونه په نښه شوې سیمې ته تللي او له «DNA» ازموینو وروسته یې معلومه کړې چې په یاد برید کې ابو خدیجه او یو بل تن چې ځانمرګي واسکټونه یې لېږدول وژل شوي دي.

عبدالله مکي مصلح الرفاعي د داعش تر ټولو په لوړه کچه پرېکړه کوونکی مشر او د نړۍوالو عملیاتو، لوژستیک او پلان جوړونې مسول و.

دغه کس چې په ابو خدیجه هم مشهور و؛ د دغې ډلې د نړۍوال سازمان د مالي چارو د یوې مهمې برخې مشري کوله.

سېنټکام زیاتوي، چې دغه برید په سیمه کې «دترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د روانو هڅو» یوه برخه ده.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان مایکل اېریک کورېلا وویل، ابو خدیجه د داعش په ټول نړۍوال سازمان کې یو له مهمو غړو څخه و.

د هغه په وینا:« موږ به د ترهګرو وژلو ته دوام ورکړو او هغه ترهګریز سازمانونه به له منځه یوسو، چې متحده ایالات او زموږ متحدین په سیمه او له بهر څخه ګواښي.»

نږدې یوه میاشت وړاندې هم د امریکا مرکزي قوماندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې په سوریه کې یې د القاعدې (هاد) ډلې لوړپوړی مشر یوسف رضا طلا په یوه هوایي برید کې وژلی دی.

نور خبرونه

رادیو