د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې نړۍ د مسلمانانو پر ضد د تعصب په برخه کې د اندېښنې وړ زیاتوالي شاهده ده.
نوموړي دغه څرګندونې (د مارچ ۱۵مې) له اسلام څخه د وېرې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت کړې دي.
هغه نن (د مارچ په ۱۵مه) په یوه ویډیویي پیغام کې پر خلکو غږ کړی، چې په خواله رسنیو کې دې له کرکجنو او ځورونکو ویناوو ډډه وکړي.
هغه زياته کړې، چې په مذهبي ځايونو کې د خلکو پر وړاندې په ښکاره ډول تاوتريخوالي دغه ستونزې لاپسې زیاتې کړې دي.
بل خوا بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس لهخوا پر اسراییل تر برید وروسته د اسلام پر ضد تعصب کې زیاتوالی راغلی دی.
(د مارچ ۱۵مه) هر کال له اسلام څخه د وېرې پر وړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ نمانځل کېږي.