زېلېنسکي: روسیه د جګړې د اوږدولو لپاره پلمې لټوي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۵

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې روسیه د جګړې ختمولو لپاره نه؛ بلکې د اوږدولو لپاره یې پلمې لټوي.

د هغه په وینا، یوازې د نړۍوالو شریکانو یووالی او فشار کولی شي په روان وضعیت کې بدلون راولي.

زېلېنسکي ټینګار کړی، چې اوکراین تر بل هر چا ډېر د سولې غوښتونکی دی او له همدې امله یې له شرطونو پرته ۳۰ ورځني لنډمهاله اوربند لپاره د امریکا وړاندیز منلی دی.

زېلېنسکي پر اېکس پاڼه په خپور کړي پیغام کې د بېلي ګراهام بنسټ او سامریتنز پرېس د مشر فراکلېن ګراهام سره د خبرو اترو په اړه خبر ورکړی او د اوکراین د خلکو څخه یې د هغه د ملاتړ مننه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زېلېنسکي په خپله لیکنه کې په سعودي عربستان کې د اوکراین او امریکا د استازو وروستۍ ناستې ته اشاره کړې او دا یې د عادلانه او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره لومړی بریالی ګام بللی دی.
نوموړي، دا د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره یوه مهمه هڅه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د اوربند تر څنګ د جګړې د بندیانو خلاصون، د ملکي وګړو ازادول او په بند کې د شته ماشومانو بېرته راستنېدل هم سولې ته د رسېدو په لار کې نور اړین ګامونه دي.

زېلېنسکي دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د جمعې په ورځ د سپینې ماڼې ویاند په یوه خبري کانفرانس کې اعلان وکړ چې امریکا د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ته د روسیې د ځواب په تمه ده او ټینګار یې وکړ، چې دوی هیڅکله سولې ته دومره نږدې نه وو.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، اوکراین تېره اونۍ په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره تر کتنې وروسته له دغې هوکړې سره منښته وکړه؛ خو دغه هوکړه د اوربند د طرحې د پلي کولو په برخه کې د مسکو پر ژمنو مشروطه ده.

نور خبرونه

رادیو