د کریوي ریح کې د روسیې توغندیز برید د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ تنه ټپیان کړل

AP ۱۴۰۳ کب ۲۵

د دنیپروپیتروسک اوبلاست د کریوي ریح په سیمه کې د روسیې پوځیانو بالستیک توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې دوه ماشومان چې عمرونه یې دوه او ۱۵ کلونه دي هم شامل دي.

په کریوي ریح کې ددغه توغندیو چاودنې داسې مهال ترسره شوي چې د اوکراین هوایي ځواک د مارچ په ۱۴ وویل چې روسیې د کریوي ریح په لور توغندي توغولي دي.

د روسیې دغه برید په کریوي ریح کې څلور اپارتمانونه، څلور کورونه او د سوداګریزو تاسیساتو نامعلوم شمېر زیانمن کړي دي.

روغتیایي چارواکو وویل چې ددغه برید له امله شپږ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.

د برید بشپړې پایلې لا نه دي مشخصې شوې، خو د بیړنيو خدماتو کارکونکي دا مهال په سیمه کې په کار بوخت دي.

یاده دې وي چې تېره اوونۍ د روسيې په کريوي ريح ښار کې پر يوه هوټل بريد وکړ، چې د ماشومانو په ګډون يې شپږ تنه ووژل او تر ۳۰ ډېر يې ټپيان کړل.

د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي اصلي ټاټوبی کریوي ریح د روسیې د توغندیو د بریدونو هدف دی. دلته شاوخوا شپږ نیم لکه نفوس اوسیږي، دا د نیپروپیټروسک اوبلاست دویم لوی ښار دی، چې د نږدې لومړۍ کرښې شمال لویدیز شاوخوا ۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

نور خبرونه

رادیو