امریکا د سوېلي افریقا سفیر له دې هېواد څخه باسي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۵

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا د سوېلي افریقا سفیر له دې هېواد څخه باسي.

هغه دغه سفیر په «نژاد پرستۍ» تورن کړی او ویلي یې دي، چې هغه له ټرامپ څخه نه یوازې کرکه، بلکې د هغه د سیاست سره مخالفت لري.

د امریکا او سوېلي افریقا اړیکې له هغې وروسته خرابې شوې، چې ټرمپ د سویلي افریقا لپاره مالي مرستې بندې کړې.

د سوېلي افریقا د ولسمشرۍ او نړۍوالو اړیکو وزارت په دې اړه ویلي، چې دا اقدام خواشینونکی دی، خو دوی لا هم ژمن دي چې د متقابلې ګټو پر بنسټ اړیکې جوړې کړي او د دې موضوع په اړه به د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې خبرې وکړي.

روبیو د ښي اړخي ویب پاڼې "بریټبارټ" څخه یوه مقاله بیا خپره کړه، چې د سفیر په حواله یې ویلي وو، چې ټرمپ د سپین پوستو د برتري غورځنګ مشري کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې په ورځ وویل چې هغه باید د مارچ تر ۲۱مې پورې له دې هېواد څخه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند زیاته کړې، چې امریکا اوس د سوېلي افریقا پر سیاستونو په ځانګړي توګه د ځمکې، د سوېلي افریقا د روسیې او ایران سره د اړیکو پراختیا او د امریکا او ملګرو هېوادونو پر وړاندې د "تهاجمي دریځونو" په اړه بیا کتنه کوي.

رویټرز لیکلي، چې له افریقايي سفیر سره په اړیکه نیولو بریالي شوي نه دي.

د ټرمپ پر سیاستونو د سوېلي افریقا سفیر ابراهیم رسول له نیوکو وروسته د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، چې هغه نور په امریکا کې د هرکلي وړ نه دی او په وینا یې، یو «نامطلوب عنصر» ګڼل کېږي.

مارک روبیو وویل، چې د سوېلي افریقا سفیر د امریکا خلاف دریځ او له ولسمشر ټرمپ څخه کرکه لري.

په متحده‌ایالاتو کې د سوېلي افریقا سفیر ابراهیم رسول څو ورځې مخکې په جوهانسبرګ کې د بهرني سیاست په تړاو یوه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روانو سیاستونو سختې نیوکې کړې وې.

د هغه په وینا، ټرمپ په امریکا او ټوله نړۍ کې د سپین‌پوستو د غوره‌والي غورځنګ مشري پر غاړه لري چې دغه غورځنګ د نړۍوال نظم، ملګرو ملتونو او جي‌ ۲۰ ډلې په څېر بنسټونو ته سپکاوی دی.

ابراهیم رسول په خپلې وینا کې د سوېلي افریقا د املاکو مصادرې قانون پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ د وروستیو سیاستونو او له ایران او حماس سره د دغه هېواد د اړیکو په تړاو هم خبرې کړې وې.

نور خبرونه

رادیو