د ټرمپ نوی اجرايوي فرمان د امریکا غږ او شپږو نورو بنسټونو فعالیتونه محدودوي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۵

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د امریکا غږ او شپږو نورو فدرالي ادارو فعالیتونه محدودېږي.

ډونالډ ټرمپ امریکا غږ او شپږو نورو ادارو ته امر کړی، چې د امکان تر حده خپلې دندې، واکونه او کارکوونکي کم کړي.

دا اجرايوي فرمان د هغو سازمانونوپر فعالیتونو، چې د موزیمونو او کتابتونونو په تمویل او د هغو موسیسو چې د بې کوره کېدو سره د معاملو په برخه کې کار کوي هم اغيز کوي

په فرمان کې راغلي: «دا حکم د فدرالي بیوروکراسي غیر ضروري عناصرو کمولو لپاره د ولسمشر د هڅو برخه ده.»

ټرمپ چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې له «امریکا غږ» سره ترینګلتیا درلوده، د دې رسنۍ د نوي مشر په توګه یې پخوانی خبریال او خپل یو نژدې متحد کیري لیک ټاکلی دی.

لیک په مکرر ډول اصلي رسنۍ د ټرمپ ضد تمایلاتو په درلودلو تورنې کړې.

امریکا غږ، چې د نړۍ په ۴۰ ژبو کې فعالیت کوي د «متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د اژانس» لخوا اداره کیږي.

دغه اژانس د ازادې اروپا راډيو او د ازادې اسیا رډيو تمويل هم کوي.

د نړيوالو رسنيو اژانس د دې ترڅنګ د «فدرالي منځګړیتوب او پخلاینې خدمت، د څېړونو لپاره د ووډرو ویلسن نړیوال مرکز، د موزیم او کتابتون خدماتو انسټیټیوټ، د بې کوره شویو لپاره د متحده ایالاتو فدرالي شورا، د ټولنې پراختیا مالي بنسټونو فنډ، او د اقلیت سوداګرۍ پراختیا ادارې» هم په نښه کړې دي

د حکم له مخې، دا ادارې باید ټول هغه فعالیتونه ودروي، چې د کانګرس لخوا تصویب شوي قوانینو کې نه وي تعریف شوي او همدارنګه «د دوی قانوني دندې او اړونده پرسونل لږ تر لږه د اړتیا تر حده کم کړي.»

دا اقدام د فدرالي بیوروکراسي د جوړښت د بدلون لپاره د ټرمپ وروستی ګام دی.

دا پروژه په عمده توګه د ایلان ماسک او د هغه د «دولتي موثریت دفتر(DOGE) » ملکیت دی.

تر اوسه پورې، دا هڅې د ۲.۳ میلیون فدرالي ملکي کارمنانو ترمنځ د ۱۰۰ زره زیاتو دندو وړاندیز شوي کمښت، د بهرنیو مرستو بندولو او د زرګونو پروګرامونو او قراردادونو لغوه کولو پایله لري.

ځینو جمهوري غوښتونکي له اوږدې مودې راهیسې (امریکا غږ) او نورې دولتي رسنۍ د محافظه کارانو په وړاندې په تعصب تورنوي.

تېره میاشت، ایلان ماسک په اېکس پاڼه کې د «امریکا غږ» او « ازادې راډیو» د بشپړ بندولو غوښتنه وکړه او ادعا یې وکړه، چې دا رسنۍ د خلکو پيسې ضایع کوي.

د محافظه کاره سیاسي کنفرانس (CPAC) په ترڅ کې کېري لیک د امریکا غږ سره په مرکه کې د اصلاحاتو د اړتیا د دفاع په ترڅ کې وویل، هغه پوهیږي چې ولې ځینې خلک غواړي دغه رسنۍ په بشپړه توګه منحل شي؛ خو هغه باور لري چې دا اداره ښه کولی شي.

نور خبرونه

رادیو