هند پاکستان ته: نړۍ اوس په دې پوهېږي، چې د ترهګرۍ مرکزونه چېرته دي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۴

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال د پاکستان هغه تورونه «بې بنسټه» وبلل، چې ګوندې په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي برید کې هند هم لاس لري. 

جېسوال ویلي،‌ ډیلي د اسلام اباد دغه تورونه ردوي او دوی پوهېږي چې د ترهګرۍ اصلي ریښې چېرته دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاکستاني چارواکو ته په ځواب کې وویل:« د دې پر ځای چې نورو ته ګوته ونیسئ، د خپلو ستونزو او ناکامۍ تورونه پرې ولګوئ؛ باید خپل ځان ته وګورئ».

دغه غبرګون وروسته له هغه مخې ته راځي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ په خپله اوونیزه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې هند د بلوچستان په وروستي خونړي برید کې لاس لري.

نوموړي ادعا وکړه، چې دغه برید د بهر مېشتو وسله‌والو ډلو د مشرانو له‌خوا طرحه شوی و او په هند کې مېشتې ډلې په مستقیم ډول پکې ښکېلې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي و، چې د دوی د استخباراتي معلوماتو او څارل شوو اړیکو له مخې د بلوڅ بېلتون پاله بریدګرو له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې د برید پر مهال اړیکې ټینګولې.

د تېرې سې شنبې په ورځ لسګونه بلوڅ بېلتون پاله وسله‌والو د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډی چې له ۴۰۰ زیات مساپر یې لېږدول په چاودېدونکو توکو والوځاوه او لسګونه سپرلۍ یې یرغمل کړې. دغه پېښه د کوټې ښار څخه ۱۴۷ کیلومتره لرې سوېل ختیځ کې، د سیبي سیمې ته نږدې په یوې غرنیزه سیمه کې شوې ده.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ: «د امنیتي ځواکونو نښه وېشتونکو ځانمرګي بریدګر له منځه یوړل».

د پوځ په وینا، د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ۳۳ بلوڅ وسله‌وال وژل شوي او یرغمل شویو کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

پوځ زیاته کړه، چې د عملیاتو تر پیل مخکې ۲۱ یرغمل شوي مساپر د بریدګرو له‌خوا وژل شوي وو.

بل خوا، افغانستان انټرنشنل وړاندې تر دې د پاکستان د امنیتي ادارو له قوله راپور ورکړی و چې د بریدګرو او د هغوی د مشرانو تر منځ ثبت شوې اړیکې ښيي چې له افغانستان، هند او اروپا سره د همغږۍ یوه کړۍ موجوده ده.

نور خبرونه

رادیو