د اورګاډي تر خونړۍ پېښې وروسته؛ وسله‌والو بولان کې د یوې ودانیزې پروژې ۷کسه مزدوران تښتولي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۴

پاکستانۍ رسنۍ اج نیوز خبر ورکړی، چې وسله‌والو تېره ورځ یو ځل بیا د بلوچستان ایالت په بولان ولسوالۍ کې په یوې بلې پېښه کې د منجهو بند د ودانیزې پروژې ۷تنه مزدوران تښتولي دي.

دغه پېښه په بولان کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي اېله دوه ورځې وروسته شوې ده.

د راپور له مخې، یاده پېښه د بولان سبۍ سیمې ته نږدې په شوران کې شوې ده او ټول تښتول شوي مزدوران ځايي اوسېدونکي دي.

وسله‌والو همدا راز د منجهو بند ځیني وسایط او ډمپر موټرې هم سوځولي دي.

په یوې بله پېښه کې بیا ناڅرګنده کسانو د کوټې کېچې بېګ د پولیسو حوزې ته لاسي بمونه غورځولي، چې له امله یې د پولیسو یوه موټر اور اخیستی؛ خو ځاني زیان یې نه دی اړولی دی. پولیسو ویلي، بریدګر پر موټرسایکل سپاره وو او له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

همدا راز د بلوچستان په خضدار سیمه کې هم وسله‌والو د یوې لویې لارې د ودانیزې پروژې پر کارکوونکو برید کړی او ټول ساختماني ماشینونه یې د پټرولو تر پاشلو وروسته ورته سوځولي دي.

بریدګرو تر اور اچولو دمخه د پروژې له کارکوونکو پوښتنې ګروېږنې هم کړې دي.

ځايي امنیتي چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دغو تازه پېښو په تړاو یې خپلې څېړنې پیل کړې دي.

که څه هم د دغو وروستیو پېښو مسوولیت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی؛ خو په بلوچستان کې فعاله د بلوڅ بېلتون پاله ډله په دې وروستیو کې د پاکستان حکومتي ودانیزې پروژې په نښه کوي.

هغوی د کاني زېرمو تر څنګ په بلوچستان کې د پاکستان د هر ډول اقتصادي او رغنیزو پروژو مخه نېسي.

دغه وسله‌والې ډلې په بولان کې پر اورګارډي خپل وروستي برید کې د پوځ په ګډون د پاکستان د امنیتي ادارو لسګونه کارکوونکي برمته کړل؛ نږدې پنځوس تنه یې ووژل او لسګونه نور لا هم ورسره برمته دي.

بلوڅ بېلتون پالو د پاکستان حکومت ته وخت ورکړی و، چې د بندیانو د تبادلې په برخه کې دې ورسره مذاکرات وکړي او که داسې ونشي؛ نو ورسره برمته نور کسان به هم د بلوڅ بېلتون پاله ډلې د محکمې د پرېکړو له مخې اعدام کړي.

په بلوچستان کې وروستیو امنیتي پېښو جدي اندېښنې راپورته کړې او د پاکستان امنیتي ادارو ته د بې غورۍ ګوتې نیول شوې دي.

پاکستان بیا طالبانو ته ګوته نیولې، چې پر دوی شوي ترهګریز بریدونه د هغوی تر سیورې لاندې په افغانستان کې پلان شوي دي؛ خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.

پاکستان په دې وروستیو کې د ترهګرۍ له جدي ګواښونو سره مخ دی.

خېبر پښتونخوا «ټي‌ټي‌پي» او بلوچستان ایالت د بلوڅ بېلتون پاله ډلې له لوري ورځ تر بلې نارامه کېږي.

په دغو دواړو ایالتونو کې د پاکستاني پوځیانو او وسله‌والو ترمنځ هره ورځ د جګړې خبرونه ترلاسه کېږي.

پاکستان کې زیاتېدونکې ترهګرۍ د دغه هېواد اقتصادي وضعیت او امنیت سخت اغېزمن کړی دی.

نور خبرونه

رادیو